د طالبانو له‌خوا د تمدن تلوېزیون د فعالیت بندېدو هڅه سياسي او د قانون خلاف عمل وبلل شو

د تمدن تلوېزیون نښان

د افغانستان د خبریالانو مرکز د تمدن تلوېزیون د فعالیت د بندولو په اړه د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د اقدام په غبرګون کې ویلي چې د تمدن تلوېزیون د تړل کېدو هڅه سياسي او د افغانستان د ټوليزو رسنیو د قانون خلاف ده.

ياد مرکز د پنجشنبې په ورځ د جون ۶مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، که څه هم د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له‌خوا د تمدن تلوېزیون د تړلو اقدام "د ځینو طالب چارواکو په منځګړيتوب" ځنډول شوى، خو دغه مرکز دا هڅه په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ځپلو نښه بللې ده.

د خبريالانو د مرکز په دې اعلاميه کې د تمدن رسنۍ د مسوولانو له قوله راغلي چې د طالبانو د حکومت د عدليې وزارت اداري پلاوي ويلي چې د دې رسنۍ د فعاليت د بندولو پرېکړه به په يوه يا دوو ورځو کې وروستۍ شي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او حقوقي کمېټې مشرې سمیې ولیزاده ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو دا کړنه د بیان د ازادۍ تر پښو لاندې کول او د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف کار دی او دا ښیي چې طالبان په افغانستان کې دننه له رسنیو سره د سیاسي او سليقه‌يي اړیکې په لټه کې دي."

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او حقوقي کمېټې مشره سمیه ولیزاده

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي په خپله ایکسپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د تمدن تلوېزیون فعالیت به له دې امله چې له یوه سیاسي ګوند سره تړاو لري او دغه شان دولتي غصب شوې ځمکې کاروي، ودرول شي.

نوموړي دغه شان د تمدن تلوېزیون، خاتم النبیین پوهنتون او خاتم النبیین مدرسه په "حرکت اسلامي ګوند" پورې تړلي ګڼي چې مخکې د نورو سیاسي ګوندونو په شان د دې ګوند فعالیت هم د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له‌خوا لغوه شوی و.

خو د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د دې ادعا په غبرګون کې، تمدن تلوېزیون په خپل ایکسپاڼه د تمدن تلوېزیون د عمومي رییس او د خاتم النبیین پوهنتون د مشر محمد جواد محسني په حواله د دې رسنۍ سياسيتوب او ګوندي‌توب او دغه شان دا چې ګوندي چې په غصب شوې ځمکه جوړ دی، ادعاوې رد کړي دي.

تمدن تلوېزیون د محمد جواد محسني په حواله لیکلي چې دې رسنۍ، پوهنتون او مدرسې بنسټ د افغانستان د حرکت اسلامي د پخواني مشر محمد اصف محسني له استعفا وروسته اېښودل شوى دی.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت دغه اقدام د افغانستان د شیعه علماوو د شورا غبرګون هم راپارولی دی.

د بامیانو د شیعه علماوو شورا مشر سید نصرالله واعظي په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د جمعې په ورځ د جون په ۷مه یې په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړى، پر دغې رسنۍ بندیز د افغانانو د یوې لویې برخې پر وړاندې مبارزه بللې ده.

هغه زياته کړې: "تمدن تلوېزون په افغانستان کې د فقهي، دیني او مذهبي مسایلو او د کلتور او يووالي بېلګه ده. د دې تلوېزیون پر وړاندې د هر ډول بنديز او محدوديت لګول او خنډ جوړول په حقیقت کې د افغان ولس د یوې لویې برخې پر وړاندې مبارزه ده."

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو پر بنسټ، تمدن تلوېزیون بنسټ په ۱۳۸۵ کال کې د افغانستان د اسلامي خوځښت د پخواني مشر محمد اصف محسني له‌خوا په کابل کې کېښودل شو.

يادې رسنۍ په خبرونه اسلامي او ديني خپرونې، فلمونه او سريالونه خپرول، خو وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په ١۴٠١ کال کې د فلمونو او سريالونو په خپرولو بنديز ولګاوه، د دې رسنۍ فعاليت هم محدود شو.

له دې مخکې د روان کال په لومړیو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څارنې لاندې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون، د صلاح‌الدین ربانۍ په مشرۍ "جمعیت اسلامي" ګوند پورې اړوند "نور" او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ "حزب اسلامي ګوند" پورې اړوند د "بريا" تلوېزیون فعاليتونه ځنډولي وو.

هغه مهال د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي ویلي وو چې په هېواد کې ګوندونه له منځه تللي او د دوی د فعالیت دوام غیر قانوني او جرم ګڼل کېږي.