شهیدي: په تورخم کې د کډوالو د کمپ د جوړېدو چارې اتیا سلنه بشپړې شوي

په تورخم کې له پاکستانه راستانه کړای شوي افغان کډوال. د ۲۰۲۳م کال د نومبر پنځمه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په تورخم کې له هغه نوي جوړېدونکي کمپ څخه لیدنه کړې چې هغه یې د راټولو کړیو مرستو پر مټ له پاکستانه نویو راستانه کړای شویو افغانانو ته جوړوي.

شهیدي له پاکستانه په زور د شړل شویو افغانانو لپاره په تورخم کې د یوه کمپ د جوړولو له چارو په لیدنه کې ویلي، د پيل کړې پروژې اتیا سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

افغانستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۲مه نېټه رسنیو ته یوه ویډیو استولې چې په‌کې شهیدي د یاد کمپ په تړاو معلومات ورکړي دي.

کرکټ بورډ ویلي، په دې کمپ کې راستانه کړای شویو کډوالو ته ۲۵ کورونه، یو جومات، روغتیايي کلینیک، کتابون او یوه لویه اشپزخانه جوړېږي.

حشمت الله شهیدي ویلي: "د تورخم-جلال اباد په لاره چې کوم کمپ قرار لري، دا د هغو مهاجرو لپاره جوړېږي چې له پاکستانه راستنېږي. دوی پخوا په دې کمپ کې په خېمو کې ساتل کېدل چې هغه به په اوړي کې ګرمې او په ژمي کې یخې وې. له ټولو راستنېدونکو کډوالو سره ماشومان وي، سپین ږیري وي، نو دوی ته په خېمو کې ژوند سخت و. مونږ د خپلو امریکا مېشتو افغانانو په مرستو ورته په دې کمپ کې کورونه جوړ کړل چې ۸۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي او ډېر ژر به یې پاتې کارونه هم پوره شي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي

هغه ویلي چې یادې مرستې یې امریکا ته په خپل سفر کې راټولې کړې او په وینا یې د خیر ښېګڼو دا کارونه به یې دوامداره وي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان په پکتیکا ولایت کې زلزله ځپلو افغانانو ته د مرستو په راټولو سره کورونه جوړ کړي وو.