د کندهار ولسي شاعر او ترنم کوونکی عبدالله ستوری ومړ

عبدالله ستوری

د کندهار ولسي شاعر او ترنم کوونکی عبدالله ستوری د ۴۹ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله وفات شو .

عبدالله ستوري د شاعرۍ ترڅنګ ترنم هم کاوه او پر نویو زېږیدلو ماشومانو یې د پخواني دود سره سم نشریح ویلې .

له هغه څخه اته لیکلي اثار پاتې شول چې درې یې چاپ او پنځه یې ناچاپ دي .

د هغه د ژوند او فرهنګي هڅو په اړه زموږ د همکار راپور د دې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د عبدالله ستوري مړینه