فاروق فردا : ناوالنی د روسیې په تریخجنه ډیموکراسۍ او ارامه ډیکټاټورۍ کې تر ټولو لوړ مخالف غږ و

Your browser doesn’t support HTML5

د روسیې د اپوزیسون زنداني مشر الکسي ناوالني چې له اوږدې مودې راهیسې یې د فساد پر ضد مبارزه کوله او له یوې لسیزې راهیسې د روسیې عمده سیاسي مخالف و د زندان د مسوولانو په وینا د فبروري په شپاړسمه په زندان کې مړ شو.

د شنبې په ورځ د ناوالني همکارانو هم په زندان کې د هغه مړینه تایید کړه. په تیرو دوو ورځو کې د نړۍ ګڼو مشرانو د ناوالني په مړینه غبرګونونه ښودلې. د امریکا ولسمشر جو بایډن په شمول د نړۍ یو شمېر مشرانو د روسیې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین د خپل دې سیاسي مخالف د مرګ مسول ګڼلی دی.

خو الکسي ناوالنی څوک و؟ د روسیې په کورني سیاست کې یې ونډه او اغیز څه وو؟

په دې اړه اجمل اند له افغان ژورنالیست فاروق فردا سره مرکه کړې. فاروق فردا اوږده موده په مسکو کې اوسیدلی او د روسیې روان سیاسي حالات څاري. دا مرکه دلته اوریدلی شئ.