په کندهار کې یوې مېرمنې د غالیو اوبدلو مرکز جوړ کړی

ارشیف: په افغانستان کې یوه مېرمن د غالۍ اوبدلو پر مهال

په کندهار کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت د غالیو اوبدلو یو کوچنی مرکز جوړ کړی چې له لارې يې د نورو ښځو د روزلو تر څنګ د خپلي کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

بلخوا په دغه مرکز کې بوختې مېرمني وايي، د غالۍ اوبدلو د کافي امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه موسسو څخه د امکاناتو او د خپلو لاسي غالیو لپاره د بازار غوښتنه کوي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور