د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

بیکزاد: هرکال په زرګونو افغاني غالۍ پاکستان ته قاچاقیږي


د افغانستان د شمال زون د غالیو اوبدونکو ټولنه وایې، هر کال په زرهاوو مترمربع افغاني غالۍ پاکستان ته قاچاق کیږي.

د دې ټولنې ریس عبدالستار بیکزاد ازادۍ راډيوته وویل، د غالیو ډيرقاچاق خپله د غالیو د تولیدونکو له خوا کیږي.

د افغانستان د صادراتو پراختیا اداره بیا وایي، دوی د نوي ستراتیژي له مخې داسې هڅې پیل کړي چې د غالیو قاچاق مخه نیسي.

د افغانستان په شمال کې د غالیو اوبدونکو ټولنه شکایت کوي چې پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخه نه نیول کیږي او په اسانه دا غالۍ پاکستان ته قاچاق کیږي.

د دې ټولنې غړي وایي، افغاني غالۍ د تولیدونکو له خوا د مینځلو، قیچي کولو او ډیرو نورو بهانو له مخې د دوی په خپل ټرانسپورټ کې پاکستان ته قاچاق کیږي.

د غالیو اوبدونکو د ټولنې ریس عبدالستار بیکزاد د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، هرکال له یونیم میلیونو متر مربع ډيرې غالۍ په افغانستان کې تولیدویږي خو له دوی او دولت سره ډيره کم مقدارد هغو ثبتیږي او نورې یې قاچاق کیږي:

″په داسې حال کې چې هرکال په افغانستان کې پنځه لس لکه اتیا زره متره غالۍ اوبدل کیږي زموږ سره د لسو زرو څخه لوړ ارقام کله هم ثبت شوي نه دي، په دې برخه کې خپله ټرانسپورټي شرکتونه په مختلفو شکلونو له سوداګرو سره همغږي کوي او په بېلابېلو ځایونو کې په دې او هغې نوم خرڅيږي.″

بیکزاد وایي، د حکومتي ادارو ترمنځ د نه همغږۍ او د هېواد په داخل کې د حکومت له خوا غالیو اوبدونکوته نه پاملرنه د دې سبب شوې چې د قاچاق دا اندازه ثابته پاتې شي.

نوموړی وایي، پاکستان ته د هغې له قاچاق وروسته پاکستان هغه په خپل نوم نړېوالو بازارونو ته صادروي چې څو چنده ګټه یې بیا خپله پاکستان ته رسیږي.

په افغانستان کې د غالیو اوبدونکي وایي، دوی د مارکیټ له غوښتنې سره سم هرډول غالۍ تولیدوي خو دا مهال د دوی ۸۰٪ هغه غالۍ امریکا او اروپا ته صادریږي چې لرګي رنګه وي.

غالۍ اوبدل په افغانستان کې لرغونی تاریخ لري او د دې هېواد د مشهورو لاسي صنایعو څخه ګڼل کیږي چې تیرتیر کال افغاني غالیو په نړېوال مارکیټ کې لومړی مقام هم خپل کړ.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان او غالۍ اوبدونکي په دې بارودي چې که افغان حکومت په هېواد کې دې سکتورته پاملرنه ډيره او د صادراتو اسانتیاوې ورته له خپله هېواده برابرې کړي دا کار کولای شي د هېواد اقتصاد سره مرسته وکړي.

له دې سره د افغاسنتان د صادراتو د پراختیا ادارې مشره نجلاحبیب یارهیله مندي ښيي چې د پنځه کلنې نوي ستراتیژي له مخې به پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخه ونیول شي:

″موږ نهایي کوښښ کوو چې تریوه حده کامیاب هم یو، تر څو نړېوالو بازارونو ته مستقیما لار پیدا کړو.

د دې ستراتیژي له مخې له امریکا اروپا او نورو هېوادونو څخه د غالیو اخستونکي سوداګر افغانستان ته رابولو ترڅو خپله له تولیدونکو سره وګوري او اوږدمهاله تړونونه ولري.″

نوموړي وایې، د همدې کارلپاره دوی هرکال په بهرنیو هېوادونو کې نندارتونونه جوړوي ترڅو نړېوال سوداګر مستقیما له افغان غالیو سره اشنایې پیدا کړي.

له دې سره سوداګر وایي، که افغان حکومت او د سوداګرۍ اړوند ادارې پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخه ونه نیسي که افغان حکومت د هغې لپاره څومره تبلیغات هم وکړي بې اغیزه به وي.

دوی وایې، د غالیو دا ډول قاچاق به د افغاني غالیو اعتبارله منځه یوسي او د هېواد اقتصاد به لا زیانمن کړي.

XS
SM
MD
LG