د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

غالۍ اوبدونکي: د غالۍ اوبدلو صنعت له زوال سره مخامخ دى


په بلخ ولایت کې غالۍ اوبدونکي ورځ تر بلې دوی ته د ستونز له ډېروالي خبر ورکوي او وايي، چې دولت د غالۍ اوبدنې د صنعت د ودې په برخه کې بې پامه پاتې شوي او د وروستۍ یوې لسیزې په ترڅ کې دولت د دوی ستونزې نه دي حل کړي.

د بلخ غالۍ اوبدونکي په مزارشریف کې د ترکم توکمه قالین بافانو په نامه ښارګوتي کې ژوند کوي چې د ښار لویديځې څنډې ته په ۵ کیلو مترۍ فاصله کې پروت دی.

په دې ښارګوټي کې څه باندې سل کورنۍ ژوند کوي چې ټول د غالیو په اوبدلو بوخت دي.

يوه غالۍ اوبدونکي وويل "موږ له دولت څخه غواړو چې موږ ته مناسب امکانات برابر کړي، ترڅو وتوانیږو چې په آسانۍ سره خپل کارونه پر مخ بوځو او دا صنعت بېرته وده وکړي.

په شمال زون کې د غالۍ اوبدنې د اتحادیو د معلوماتو پر بنسټ چې په تېرو کلونو کې یواځې په بهر کې د افغاني غالۍ د خرڅلاو له طریقه څه کم ۱۷۰ ملیونه ډالره عواید افغانستان ترلاسه کول.

اوس مهال افغان غالۍ اوبدونکي شکایت کوي چې، دا غالۍ د پاکستان په نشان نړيوالو بازارنو ته عرضه کیږي او یادې مسلې په شمال زون کې د غالیو صنعت له زوال سره مخ کړی.

غالۍ اوبدونکي له دولت څخه غواړي چې د دوی ژوند ته په پام سره باید لازم امکانات او مرستې ورته مساعدې کړي.

دوی وايي، چې اوس مهال غالۍ اوبدنې ته د مناسب ځای نشتون، د غالۍ اوبدنې د وسایلو نشتوالي او پدې برخه کې د ګن شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغاني غالۍ نسبت نورو ترکي، ایراني او پاکستاني وارداتي غالیو ته ښه کیفیت لري او عمدتاً په شمال زون کې د ترکمن توکمو کسانو لخوا اوبدل کیږي.

خال محمدي، قزل ایاق او اندخويي غالۍ د افغانستان له معروفو او پېژندل شویو غالیو څخه شمېرل کیږي چې اوس یې اوبدونکي د دې صنعت د ودې په برخه کې د دولت د نه مرستې څخه شکایت کوي.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ

XS
SM
MD
LG