د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د قالینو صنعت د ودې او په نړیوالو مارکیټونو کې دبازار موندنې په خاطر هڅې


د افغانستان لپاره د غوره قالینو موسسې چارواکي وايي؛ د دې لپاره چې افغاني قالینې په نړیوالو بازارونو کې دایمې بازار ولري؛ د قالین اوبدونکو مسلکي او تخنیکي مهارت باید لوړ شي.

د همدې هدف لپاره دې موسسې د شنبې ورځ په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ چې؛ د یوه کال لپاره به افغان قالین اوبدونکي په مسلکي او تخنیکي ډول وروزي.

د افغانستان لپاره د غوره قالینو په نوم د موسې اجرایوي رییس عصمت ګلستاني ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دې تړون له مخې دوی هڅه کوي؛ قالین اوبدونکي او سوداګر داسې وروزي چې؛ په هر ډول شرایطو کې خپل صنعت په مخ بوتلای شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزارت چارواکي د افغاني قالینو صنعت د ودې او پراختیا لپاره د دې موسسې اجنډا ښه بولي او وايي چې، د دوی په مرسته به هڅه وکړي چې؛ راتلونکي کال هم د قالینو غوره جایزه د افغانستان په نوم شي.

د دې وزارت د صادراتو د پراختیا ادارې رییسې نجلا حبیب یار د تړون د لاسلیک په مهال خبریالانو ته وویل چې؛ د دې نوي تړون په اساس به افغاني قالینې نورې هم ښې شي او نړېوالو مارکیټونو ته به لار پیدا کړي.

"کوښښ کوو د خصوصي سکټور ټول غړي چې د غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوي؛ له دې پروګرام څخه برخمن شي او وکړای شي، له افغانستان نه بهر لاړ شي.

په څو برخو په ځانګړي توګه د روزنې برخه، د غالیو د تولید د ځنځیري ارزښت برخه ده چې باید ملاتړ یې و شي او د ډیزاین برخه ده. څو موږ وکړای شو نوي مارکیټونه لکه د امریکا او اروپا مارکیټونه هم د خپل پروګرام تر پوښښ لاندي راولو."

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان د قالینو صنعت په نړی کې خورا ښه نوم لري؛ خو د سوداګرو په وینا په دې وروستیو کلونوکې د ښه ډيزاین، کم تولید او مناسبو ترانزیتي لارو نشتون د قالینو د خرڅلاو بازار کمزوری کړی دی.

د قالینو د تولیدولو د یوه شرکت رییس محمد هادي فرزان په دې نظر دی چې که دولت د نورو هیوادونو په څیر افغان سوداګرو ته د پور د ورکړې او د ځینو نورو سهولتونو زمینه برابره کړي؛ نو افغاني قالینې به د تل لپاره په نړی کې خپل نوم وساتي.

"له دوه زره اته نه تر دوه زره څوارلس پورې په خواشینۍ سره موږ پنځه اویا فیصده رکود درلود. بیلابیل لاملونه یې درلودل لکه د دولت نه همکاري، د مارکیټ اقتصادي بحران، ټرانزیټي لارې او داسې نور دلایل. موږ باید په دې هڅه کې وشو چې؛ که مو د غالۍ سکټور ته وده نه ده ورکړې، څرنګه یې و ساتو. زما په نظر دولت باید دلته پام وکړي. باید ورته ځمکه ورکړل شي، لکه نورو هیوادونو غوندې بانکي پورونه برابر شي او نورو هیوادونو ته باید ټرانزیټي لارې ورکړل شي."

د نوموړي په وینا، د هیواد ډیر وګړي د قالین په اوبدلو مصروف دي؛ نو له همدې امله دولت ته ښایي چې په هیواد کې د قالینو د صنعت د موډرن کیدو او لا ودې لپاره یوه ځانګړي اداره جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، ارقام ښیې شاوخوا دوه ملیونه کسان په افغانستان کې له دې لارې په کارونو بوخت دي او دې قالین اوبدونکو په ځلونو شکایت کړی چې؛ د دوی په لاس اوبدل شوي اتیا فیصده قالینې د ګاونډی هیواد پاکستان په نوم مارکیټ ته وځي.

XS
SM
MD
LG