په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره (UNDP) وايي، چې د دې هېواد د برېښنا سکتور، برېښنا ته د کم لاسرسی په ځانګړې ډول په کلیوالو سیمو کې او پر وارداتي برېښنا د تکیې په ګډون له یو شمیر سترو ننګونو سره مخ دی.
دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د برېښنا له ستر بحران سره مخ دی او دا مهال په دې هېواد کې یوازې څلوېښت سلنه کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.
د یو ان ډي پي د راپور له مخې، دا ننګونه د اړینو خدماتو په وړاندې کولو، په ځانګړې توګه د روغتیا، پوهنې، بشري مرستو، پراختیا او اقتصادي رغونې په برخه کې منفي اغېز لري.
د دې راپور په دوام کې راغلي، بله مهمه ننګونه په افغانستان کې د برېښنا د غوښتنې او عرضې تر منځ نا برابري ده.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کورني برېښنا توليد د اړتياوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او له همدې امله دغه هېواد تر ډېره له منځنۍ اسيا او ايران څخه پر وارداتي برېښنا متکي دى.
د افغانستان له ۷۵ سلنې څخه زیاته بریښنا له وارداتي سرچینو څخه تامینیږي.
په دې راپور کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي، چې له پرله پسې هڅو سره سره دا ستونزه نه ده حل شوې.
یو ان ډي پي وايي چې د ځينو ولايتونو په روغتونونو کې د ورځې له پنځو تر شپږو ساعتونو برېښنا پرې کېږي او ځينې ورځې په تېره بيا؛ د ژمي په موسم کې د برېښنا دغه پرې کېدل تر ١٢ ساعتونو پورې دوام کوي چې د دې ادارې په خبره د لويو جنراتورونو کارول ګران او چاپیریال ته زیان رسونکي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر عارف جلالي وايي، د دغه روغتون برېښنا له ایران او ترکمنستان څخه د وارد شویو دوو لینونو څخه تامینیږي، خو بیا هم کله ناکله د برېښنا له پرچاوي سره مخ کېږي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
" په هره اونۍ کې یوه ورځ یا دوه ورځې، د یو یا دوو ساعتونو لپاره یو لین بریښنا پرې کیږي خو له ښه مرغه روغتون د ایران او ترکمنستان له فاز څخه دوه لینه بریښنا لري او د دې تر څنګ موږ قوي جنراتورونه لرو چې که بریښنا بسنه ونه کړي یا په موقتي ډول قطع شي، هغه کاروو."
په ورته وخت کې په کابل کې د آیوډین لرونکي مالګې د تولید د یوې فابریکې څښتن، امان شیرین زاده ازادي راډیو ته وویل چې د فابریکې د فعالیت لپاره له جنراتوري انرژۍ کار اخلي او په دې وروستیو کې یې د تېلو د لوړ قیمت له امله د تولید د درولو پرېکړه کړې ده.
هغه زیاته کړه:
" تر اوسه له جنراتور څخه کار اخلو چې ډير لګښت راځي، فابریکه غټه ده او مونږ نشو کولای چې د جنراتور په بریښنا يې وچلوو، ځکه دا تصمیم مو نیولی چې د فابریکې تولید ودروو، ځکه چې سخته تمامیږي او نه شو کولای له ګاونډیو هیوادونو سره سیالۍ وکړو."
د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي نثار هم د برېښنا د کمښت په اړه ازادي راډيو ته وويل:
" د بریښنا پرچاوي زیاته شوې . په ۲۴ ساعتونو کې درې تر څلور یا نهایت پنځه ساعتونو پورې بریښنا لرو بس، تر دې زیاته نه وي."
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د بریښنا شرکت ویاند حکمت میوندي د ازادي راډیو دې پوښتنې ته چې دوی د برېښنا د نشتوالي د ستونزې د هواري لپاره کومې حل لارې شته، ځواب ور نه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) د روان کال په حمل میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې د کال ۲۲۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.