په غزه کې د ملګرو ملتونو د ۱۳۶ کارکوونکو وژل کېدل او د سرمنشي ګوتریش څرګندونې

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش وايي، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه د دې سازمان ۱۳۶ کارکوونکي وژل شوي دي.

ګوتریش ویلي، د کارکوونکو دا وژنه د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې سارې ده.

ګوتریش دا خبره، نن د (ډیسمبر۲۳) پر خپلې اېکس شبکې (پخواني ټویټر) کړې ده.

هغه خپل درناوی د ملګرو ملتونو وژل شویو کارکوونکو او زرګونو نورو هغو مرستندویه کارکوونکو ته چې په غزه کې د ملکي خلکو د ملاتړ لپاره يې خپل ژوند په خطر کې اچولی، وړاندې کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه بل پوسټ کې یو ځل بیا د غزې په جګړه کې د اسراییلو پر کړنو نیوکه کړې ده.

ګوتریش لیکلي، د اسراییلو بریدونو په غزه کې دننه د بشري مرستو د وېش پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي.

هغه ویلي، د اغیزمنو بشري مرستو د رسولو لپاره په غزه کې امنیت او همدارنګه اړتیا ده چې کارکوونکې په سوله کې کار وکړي.

اسراییل په دې وروستیو کې په محاصره شوي غزې کې د ویجاړونکي بشري وضعیت له امله د نړیوال فشار لاندې راغلی دی.

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د جرمني د DPA خبري اژانس د راپور له مخې، له څو ورځو جنجالونو وروسته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې جمعې په ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د غزې په تړانګه کې د شاوخوا دوه میلیونو اړمنو خلکو لپاره د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه شوې ده.

په همدې حال کې، د امنیت شورا چې د ملګرو ملتونو ترټولو ځواکمن ارګان ده، هغه متن چې په کې د اوربند غوښتنه نه وه شوې، د ګوتریش د تمې سره سم تصویب کړ.

د اکتوبر پر اوومه، حماس ډلې د اسراییلو پر قلمرو، هغه ډله چې امریکا او اروپايي ټولنه يې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني برید وکړ، په دې برید کې ۱۲۰۰ اسراییلي وګړي ووژل شول او یو شمېر نور يې غزې ته د یرغملو په توګه یوړل شول.

اسراییلو د دې برید په ځواب کې پر غزې لومړی بمبارۍ او ورپسې يې ځمکني عملیات پیل کړل.

اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس پرون جمعه د غزې په ښار کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیايي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې په دغه ښار کې د ملکي تلفاتو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی دی.