د کندهار اوسېدونکي د بېلابېلو توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

په افغانستان کې د خوراکي توکو یو دوکان

د کندهار اوسېدونکي د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

دوی وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه راټیټه شوې او باید د توکو بیې هم راټيټې شي.

خلک په داسې حال کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي چې د افغانیو په مقابل کي د ډالرو بیه د پخوا په پرتله ډېره راټيټه شوې ده.

په همدې حال کې د کندهار ښاروالۍ وايي، د سوداګرو او حکومتي مسوولانو په ګډون یو کمېسیون د نرخونو د ټاکلو لپاره مکلف شوی دی.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور