د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

له کابل او کندهار وروسته د پاکستان مرسته خوست ته ورسېده


ارشیف
ارشیف

نن شنبه د سپټمبر په ۱۱مه د پاکستان څخه په یوه پوځي الوتکه کې د خوراکي توکو او درملو مرسته خوست ته ورسېده.

د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی چې د پاکستان له خوا ورته مرستې رالېږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهېر به روان وساتل شي.

په خوست کې طالب چارواکو یاده مرسته وستایله او له نورې نړۍ یې هم وغوښتل چې د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت ته په کتو د افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د یادو مرستو د هرکلي په خاطر د خوست هوايي ډګر ته یو شمېر طالب چارواکي او د بېلابېلو ادارو مامورین ورغلي وو.

د خوست لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد دین شاه محبت ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د خلکو اقتصادي کمزورتیا ته په کتو دا د پام وړ مرسته ده.

ښاغلي محبت زیاته کړه:"دا طیاره د ګاونډي پاکستان طیاره ده، په دې کې خوست لپاره مرسته ده، دا مرسته له څو ورځو جاري ده او ځینو نورو ولایتونو ته هم تللې ده، نن د دوی دلته پرواز و چې د درملو او خوراکي توکو مرسته يې دلته راوړه، دلته اقتصادي مشکلات دي او د افغانستان ولس د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا لري."

خوست چارواکي
خوست چارواکي

په خوست کې طالب چارواکو په نورې نړۍ هم غږ وکړ چې جګړه ځپلې افغانستان له خلکو سره هر ډول مرستې وکړي.

د طالبانو له خوا د خوست د ولایت مقام د رسنیو د برخې مسوول اختر محمد عکرمه وايي، دا د مرستو د بهېر پیل دی، خو یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنې کړې دي.

عکرمه زیاتوي:"نورو ملکونو باندې هم زموږ دا غږ دی چې نړۍ دې افغانستان سره مرستې وکړي، ځکه بې وزله او جنګ ځپلی هېواد دی،له دوی مو خواست دی چې خپلې مرستې ونه سپموي او زیاتې مرستې ورسره وکړي."

د پاکستان له خوا یو مسوول کس چې مرستو سره خوست ته راغلی و او نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، رسنیو ته وویل په دې الوتکه کې ۱۲ ټنه خوراکي توکي او درمل دي چې د کابل او کندهار وروسته خوست ته هم راوړل شول.

نوموړي وویل، د افغانستان سره د دوامداره مرستو په پار پاکستان هېواد د سېپټمبر په ۳یمه یو ځانګړی پروګرام جوړ کړی چې د هغې پهچوکاټ کې به دا ډول مرستې دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG