افغانستان
د کندهار د برید له امله شااوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغه برید کې لسګونه موټر سوځېدلي او د اوښتي زیانونو کچه شااوخوا ۳۰۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي.
ده وویل: د برید پر مهال د کندهار ولایت په ګمرکونو کې لسګونه موټر ولاړ وو چې په کې خوراکي توکي درمل او نور بېلابېل جنسونه بار وو چې له بده مرغه ټول وسوځېدل.
ښاغلی حاجي اغا د زیانمنو سوداګرو شمېر له سلو زیات یادوي.
نوموړی د د سوداګریزو چارو د پراختیا او ښې پانګونې په هدف له دولته د امنیت غوښتنه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي له روسیې دکال ۲ ملیونه ټنه د سون مواد وپیري
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي هر کال له روسیې څخه دوه میلیونه ټنه سون توکي واخلي.
روسي رسنیو د دې مرکز د مشر رستم خبیبولین له قوله راپور ورکړی چې دا تړون به ډیر نږدې وخت کې د کازان ښار کې لاسلیک شي، خو دقیقه نېټه یې ښودلې نه ده.
ویل شوي چې د دې تړون له مخې به افغانستان د روسیې له سترو نفتی شرکتونو څخه مایع ګاز او پټرول اخلي.
تر دې مخکې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د طالبانو حکومت له روسیې څخه د سون توکو اخیستلو ته لېوالتیا لري او د انرژۍ صادرات د دواړو خواوو د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دي.
روسیه یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د سوریې ټیم سره لوبه کوي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن سهشنبه د وري په ۱۱مه د سوریې له ټیم سره لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه د آسیا جام د مقدماتي پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د افغانستان په وخت د شپې ۸:۴۵ بجې به پیل شي.
د یاد فدراسیون په وینا، د افغانستان ملي ټیم لوبغاړو د دې لوبې لپاره خپله لومړۍ تمریني ناسته د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د جده ښار کې ترسره کړې ده.
تر دې مخکې، د افغانستان ټیم د آسیا جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې تېره پنجشنبه خپله لوبه د میانمار ټیم ۱-۲وبایلله.
شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوالو د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي
شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوالو د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډيو تلویزیون پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"۴۶۵ کډوال د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۱۰۰ نور کډوال د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر له لارې له ایرانه بیرته هېواد ته راستانه شوي دي".
په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې په زرهاوو افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي.
بل پلو، د پاکستان حکومت د پلازمینه اسلام اباد په ګډون د دې هېواد له ټولو ښارونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستانه افغانستان ته اخراج کیږي چې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده او د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
ننګرهار کې د وروښتونو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان دي
په ننګرهار ولایت کې د وروښتونو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د رسنیو دفتر نن دوشنبې په یو بیان کې ویلي،"د ننګرهار په اچين، بهسودو، شينوارو، نازيانو، مومندرې، ګوشتې، سپين غر، پچير اګام او کوټ ولسواليو کې د تېرې شپې د سختو اورښتونو له کبله دوه کسان مړه، ۱۲ تنه ټپیان او ۲۷کورونه تخریب شوي دي".
بل پلو، د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سیلابونو د راوتو له کبله د افغانستان یو شمیر مهمې ترانزیتي لارې تړل شوي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبې رسنیو ته ویلي،" د سرپل ــ بلخ او بادغیس ـــ فاریاب ولایتونو ترمنځ لوې لارې بندي دي".
خو د هغه په ټکو، د دغو لارو د خلاصیدو چارې روانې دي.
د راپورونو له مخې، په بادغیس ولایت کې د سیلابونو له کبله پنځه کسان مړه او په زرهاوو جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.
طالب چارواکو ویلي، په تیرو څو ورځو کې په ۱۳ولایتونو کې د سیلابونو او غره ښویدنه له کبله ۱۷کسان مړه او ۲۶نور ټپیان دي.
د سیلابونو د راوتو له کبله د افغانستان یو شمیر مهمې ترانزیتي لارې تړل شوي
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سیلابونو د راوتو له کبله د افغانستان یو شمیر مهمې ترانزیتي لارې تړل شوي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبې رسنیو ته ویلي،" د سرپل ـ بلخ او بادغیس ـ فاریاب ولایتونو ترمنځ لوې لارې بندي دي".
خو د هغه په ټکو، د دغو لارو د خلاصیدو چارې روانې دي.
د راپورونو له مخې، په بادغیس ولایت کې د سیلابونو له کبله پنځه کسان مړه او په زرهاوو جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.
طالب چارواکو ویلي، په تیرو څو ورځو کې په ۱۳ولایتونو کې د سیلابونو او غره ښویدنه له کبله ۱۷کسان مړه او ۲۶نور ټپیان دي.
د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینه د غويي په ۲۱مه پیلېږي
ټاکل شوې ده چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ هـ. ل کال د کانکور آزموینې لومړی پړاو سږکال بیا هم د نجونو له ګډون پرته د راروانې غويي یا ثور میاشتې په ۲۱مه واخیستل شي.
د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي ادارې پرون (یکشنبې د وري په ۹مه) اعلان وکړ چې د کانکور ازموینو دوهم پړاو به د غويي په ۲۸مه، دریم پړاو د غبرګولي په ۱۲مه او د متفرقه ازموینې په ګډون څلورم او وروستی پړاو د غبرګولي په ۲۲مه واخیستل شي.
د افغانستان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو په موسسو کې د محصلانو د جذب ظرفیت د سږني کال لپاره ۱۱۱۸۸۵ تنه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو د موسسو دروازې لاهم د نجونو او ښځو پرمخ تړلې دي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په ۱۴۰۱ هـ. ل کال کې اعلان وکړ چې نجونې او ښځې تر ثانوي خبرتیا پورې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو اجازه نه لري.
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو د راوتلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، تخار، بدخشان، کندز، کابل، میدان وردګو، پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، غزني، ارزګان، دایکنډي، بامیان او غور کې نن دوشنبې (د وري ۱۰مه) د درنو بارانونو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو امکان شته.
دې ادارې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه د ۱۰ او ۴۵ میلي مترو ترمنځ وي.
باخترخبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون د ورځې ترپایه د هېواد په ځینو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو په نتیجه کې د نژدې شلو کسانو د مړینې او له دېرشو د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
طالبان وايي، پر کونړ د پاکستان حملو یو ملکي وګړی وژلی او شپاړس نور یې ټپیان کړي دي
د طالبانو حکومت وايي چې د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد ښار پر ځینو سیمو د پاکستان له لوري د هاوانونو او نورو درنو وسلو په ډزو یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون (یکشنبې د وري ۹مه نېټه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې په ټپیانو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي. ښاغلي فطرت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت د طالبانو له حکومت سره له موقت اوربند وروسته یې یوځل بیا په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پیل کړي دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په یوشمیر ولایتونو کې د سیلابونو له امله د لارو د تړل کیدو خبر ورکوي
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د سیلابونو له امله د لویو لارو د بندیدو خبر ورکوي.
دې وزارت نن یکشنبې د وري په نهمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د سرپل ولایت د کوهستانات، البدر او صیاد ولسوالیو، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ مسیرونه او د بادغیس – فاریاب عمومي لاره لا هم د سیلابونو د جریان له مله د تګ راتګ پرمخ تړلي دي. د ټولګټو وزارت په وینا د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ټیمونه په اغیزمنو سیمو کې د لارو د پاکولو او بیا پرانیستلو چارې مخ ته وړي او تراوسه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستې دي. دې وزارت د سیلابونو له امله د احتمالي ځاني زیانونو یادونه نده کړې خو له هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه یې غوښتنه کړې چې د هوا ترعادې کېدو پورې پر سیلابي مسیرونو له سفر څخه ډډه وکړي. تردې مخکې په بادغیس کې ځایي چارواکو د ورښتونو له امله د پنځو تنو د مړه کیدو خبر ورکړی و.
په هرات کې نیول شوي دوه ټولنیز فعالان خوشې شول
هغه دوه ټولنیزفعالان چې په هرات کې د طالبانو له خوا نیول شوي و، آزاد شول.
په هرات کې یوې سرچینې آزادي راډیو ته وویل، ټولنیز فعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري چې د طالبانو ځایي چارواکو پرون شنبې نیولي و، بیرته خوشې شول. دې سرچینې چې د دغو فعالانو نږدې ملګرې ده او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل هویت یې څرګند شي، وویل چې هغوی د خلکو د حضوري او په ټولنیزو شبکو کې د نورو د هڅو په نتیجه کې ازاد شول. په دې وروستیو کې قدوس خطیب په یوه ویډیويي کلیپ کې او فیاض غوري هم په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه پوسټ کې د نجونو پرزده کړو د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې وه.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم لسګونه ټولنیز او مدني فعالان د نجونو د زده کړو د ملاتړ او یا د هغوی پر پالیسیو د نیوکو له امله نیولي او بندیان کړي دي.