د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د ارغستان اوسېدونکي: د لارو بندېدو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي


ارشیف
ارشیف

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ خلک د لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو له کمښت او نورو سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د کندهار ارغستان ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد داود ازادي رادیو ته وویل، وسله والو طالبانو د تېرې یوې میاشتي راهیسې د دې ولسوالۍ عمومي او فرعي لارې په ماینونو بندي کړې، پلچکونه یې په بمونو الوزولي، یواځنی روغتیایی مرکز هم تړل شوي او د کیلو ترمنځ خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

هغه وايي: "عمومي روډ بند دي پلچکان ټول الوځول شوي، د یوه کلي تر بل کلي د خلکو تګ راتګ مشکل دی،کلینیک مو بند دی یو پاکټ درمل هم په سیمه کې نه پیدا کېږي."

نوموړی زیاتوي، د ارغستان او کندهار ښار ترمنځ د زابل ولایت په مربوطاتو کې یوازې یوه خامه فرعي لار پرانیستې ده چې د اوږد واټن او خراب وضعیت له امله خلک پرې تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي.

د هغه په وینا په دغه ولسوالۍکې د انارو فصل حاصل ته رسېدلی خو د لارو د محاصرې له امله خلک خپل د باغونو حاصلات نشي ټولولای.

د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی کماالدین څپاند ازادي راډیو ته وویل چې د لارو د تړل کېدو له امله په ولسوالۍ کې خوراکي توکي ګران شوي او که ستونزه حل نشي نو ځايي خلک به د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ شي.

بلخوا د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ارغستان ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پرمخ د لارو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د دغه کمېسیون د ملکي وګړو د خوندیتوب د څانګې مشر نعمت الله حسني ازادي راډیو ته وویل، چې په روانه میاشت کې په ارغستان ولسوالۍ کې په اوسط ډول هره ورځ پر ملکي خلکو دوه تر درېیو پورې د سړک غاړي ماین چاودنې شوي.

هغه وویل: "د ولسوالۍ څخه تر کندهار ښاره او د کلیو څخه د ولسوالۍ د مرکز پورې د خلکو تګ راتګ ستونزمن دی نه یوازې په رسمي لارو کې بلکې په هغه کلیوالي لارو کې هم ماینونه خښ شوي."

د کندهار ولایتي چارواکي هم مني چې د ارغستان ولسوالۍ عمومي لاره د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوې ده.

د کندهار د والي و یاند احمد بهیر احمدي ازادی رادیو ته وویل، د ولایتي ادارې لومړیتوب دا دب چې د امنیتي ځواکونو سره په همغږي دغه ستونزه حل کړي.

احمدي وايي: "ولایتي ادارې دا خپل لومړیتوب ټاکلی د ارغستان ترڅنګ د نورو ولسوالیو اوسېدونکو ته هم ډاډ ورکوو چې د سړک غاړې د خښ شویو ماینونو سره احتیاط وکړي او امنیتي ځواکونه به په هر ډول شرایطو کې د خلکو چوپړ وکړي."

د وروستیو راپورونو پر بنسټ په روانه میاشت کې په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنو له امله شاوخوا دېرشو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ارشیف
ارشیف

نژدې دوې اوونۍ مخکې د دغه ولسوالۍ په لوی کاریز سیمه کې په دو پرلپسې چاودنو کې د دو کورنیو ۱۶ ملکي کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

بلخوا وسله وال طالبان هم مني چې د یوه تکتیک له مخې یې د ارغستان ولسوالۍ عمومي لارې تړلي.

د دغه ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ازادي رادیو ته وویل چې دغه چاره به تر نامعلوم وخته دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG