پر غزې د بمبارۍ دوام؛ اسراییل له خان یونس سیمې د خلکو د وتو امر کړی

د غزې له تازه تصویرونو

د اسراییل پوځ د غزې تر ټولو لویې ولسوالۍ خان یونس او د هغې په شا و خوا کې له مېشتو خلکو وغوښتل چې نورو سیمو ته ووځي.

اسراییل خپل پوځي عملیات د غزې جنوب ته وغزول او وايي، هلته د حماس افراطي ډلې ګڼ رهبران پټ دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

تېره شپه او نن هم د غزې له خان یونس سیمې او له جنوبي ښار رفح د سختو بمباریو راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه بمباري د غزې د شمال په ځینو برخو کې هم شوي، چې د اسراییل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې زیات تمرکز ورباندې شوی دی.

وروسته له هغې چې د دوې میاشتنۍ جګړې په پیل کې اسراییل د غزې تړانګې پر شمالي برخه تمرکز وکړ، د دغه ځای له اوسېدونکو یې له شمال څخه د وتلو امر وکړ.

زیات وګړي اړ شول، چې د ځانونو د خوندیتوب لپاره د غزې جنوبي برخو ته ورسوي او هلته پناه واخلي.

له خپلو سیمو وتو ته اړ شوي یو شمېر فلسطینیان

په داسې حال کې چې نن د درېیمې ورځې لپاره په غزه کې جګړه بیا پیل شوې، د بل لنډمهاله اوربند پر سر د مذاکرو هیلې مړاوې شوې دي.

د اووه اورځني اوربند پر مهال چې تېره جمعه یې مهلت پای ته ورسېد، له غزې د اسراییل او نورو هېوادونو د لسګونو یرغمل شویو خلاصون ته زمینه برابره شوه او په بدل کې یې د فلسطین لسګونه بندیان خوشې شول.

اسراییل وايي تر سلو زیات کسان لا هم له یرغمل نه دي خوشې شوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تېره شپه په خپله وینا کې وویل، تر هغو چې د دوی ټول اهداف ترلاسه شوي نه وي، جګړه به یې روانه وي او د ده په وینا تر هغو چې ځمکني عملیات ونه شي، د دغو اهدافو ترلاسه کول ناممکن دي.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل. له هغې وروسته اسراییل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات وکړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې تړانګه د اسراییل د حملو له پیله څه باندې ۱۵زره فلسطینیان وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.