مارک مېلر: کاناډا ته د ۴۰زرو افغان پناه غوښتونکو د لېږلو لړۍ بشپړه شوه

کاناډا ته ورغلي یو شمېر افغان کډوال

د کاناډا حکومت وایي چې دغه هېواد ته د څلویښت زرو افغان پناه غوښتونکو د لېږلو لړۍ بشپړه شوه.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک مېلر پرون په دې اړه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي.

هغه ویلي: "د کاناډا حکومت خوښ دی چې وې کولای شوای له ټاکل شوي مهلت نه مخکې کاناډا ته د څلویښت زره افغان پنا غوښتونکو د لېږد لړۍ بشپړه کړي."

ټاکل شوې وه چې د پنا غوښتونکو د لېږد دغه عملیات چې "د افغانانو د بیا مېشتېدو" په نوم پروګرام له مخې ترسره کېږي، د روان میلادي کال په پای کې بشپړ شي، خو دغه لړۍ څو ورځې وړاندۍ د پناه غوښتونکو د وروستۍ چارتر الوتکې تر تګ وروسته پوره شوه.

کاناډا ته په تېرو دو کلونو کې تر ډېره هغه افغانان لېږدول شوي چې افغانستان کې یې د دغه هېواد له پوځیانو سره کار کړی دی.

پر دې سربېره دغو افغانانو کې مدني فعالان، خبریالان، د پارلمان غړي، او یو شمېر قاضیان او څارنولان هم شامل دي.