د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

افغانستان

۱۹۲ نور افغان پناه غوښتونکي له اماراتو څخه کاناډا ته رسېدلي

ارشیف: د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام په چوکاټ کې کاناډا ته رسېدلي افغان پناه غوښتونکي
ارشیف: د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام په چوکاټ کې کاناډا ته رسېدلي افغان پناه غوښتونکي

د کاناډا د کډوالو وزیر وايي، پرون له متحده عربي امارات څخه په یوه چارټر پرواز کې ۱۹۲ تنه افغانان دې هېواد ته رسېدلي دي.

شان فریزر په یو ټویټ کې کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال په پروسه کې د متحده عربي اماراتو له مرستې مننه کړې.

د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې تر اوسه څه باندې دېرش زره افغانان کاناډا ته انتقال شوي، چې د روان کال تر پای به دا شمېر څلوېښت زره ته ورسېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرزي په کابل هوايي ډګر کې له راشد خان سره کتلي

د عکس ښي لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان او چپ لور ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
د عکس ښي لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان او چپ لور ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړي راشد خان سره کتلي دي.

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې او نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی او راشد خان بیا د شل اوریز جام سیالیو کې د ګډون په هدف ویسټ اینډیز ته د سفر تابیا کړې ده.

کرزي او راشدخان تر سفر وړاندې په کابل هوايي ډګر کې سره کتلي دي.

حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: "نن د افغانستان پخواني ولسمشر جناب محترم حامد کرزي د خپلې درملنې لپاره المان ته روان شو او راشدخان د نړیوال جام سیالیو ته لاړ."

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې کرزی د یوې سترګې وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

راشدخان بیا څو ورځې مخکې له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شوی و.

بغلان کې ترافیکي پېښه؛ پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې تېره شبه په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن وویل چې د دوو موټرو له ټکره وروسته یو موټر د یوه کور له کوټې سره ټکر شوی چې په پایله کې یې د دې کور څلور غړي او یو تن هم د موټر سورلۍ مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د لارو د خرابوالي له کبله کېږي.

فوټبال؛ د افغانستان د اتلانو لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلې وګټله

اټک انرژي لوبډله
اټک انرژي لوبډله

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن دوشنبه د مې په ۲۰مه نېټه په یوه خبر کې ویلي، د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلې وګټله.

د خبر د جزییاتو له مخې، اټک انرژي لوبډلې خپله وروستۍ سیالي د موج ساحل له لوبډلې ۴ـ۰ وګټله او اتلولۍ ته ورسېده.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ ۱۱ اوونۍ وخت ونیو چې ۱۲ لوبډلو یو د بل پر وړاندې سره سیالۍ ترسره کړې.

که څه هم لا د لیګ وروستۍ سیالۍ پاتې، خو د اټک انرژۍ لوبډلې په یاد لیګ کې هېڅ سیالي ونه بایلله او د ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره یې اتلولي وګټله.

د ویلو ده چې دا د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم کال و او په سږني پړاو کې د ځینو لوبډلو په ترکیب کې بهرنیو لوبغاړو هم لوبې وکړې.

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې ده.

د حامد کرزي یوه نژدې کس شهزاده مسعود نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې کرزی نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د هغه یوه سترګه وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

کندهار کې چاودنه شوې؛ طالبان: یو کس وژل شوی او درې ټپیان دي

د کندهار ښار یوه څنډه
د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیتي مسولان وایي چې نن سهار د سړک غاړې یوې چاودنې یو ملکي کس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید رسنیو ته ویلي چې ماین په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و.

جمشید وویل: "د کندهار ښار، کابل اډې پر سړک باندې سهار ۷ نیمې بجې یو لاسي بم چې په ریړۍ ( کراچۍ) کې ځای پر ځای شوی و، چاودېدلی دی. د چاودنې له کبله زمونږ یو تن هېوادوال شهید شوی او درې تنه سطحي ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی."

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه مسوول د چاودنې هدف په ګوته نه کړ، خو سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د چاودنې هدف د ۲۰۵ البدر قول اردو تخنیکي ټیم و.

دغه سرچینه چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله نوم نه اخلي زیاتوي چې چاودنه کې د قول اردو لس تخنیکي کارکوونکي چې دندې ته روان و، ټپيان شوي دي.

د چاودنې مسوولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو کندهار کې دوه میاشتې وړاندې د نوي کابل بانک پر یوه څانګه چاودنه کې شاوخوا شل کسان ووژل شول چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.

داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د حملې مسوولیت ومانه

د بامیان ښار یوه څنډه
د بامیان ښار یوه څنډه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د حملې مسوولیت ومانه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په خپل ټلګرام کې د دې حملې مسوولیت منلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شنبه ویلي وو چې د بامیان په مرکز کې د نامعلومو وسله‌والو د درېیو بهرنیانو په ګډون شپږ کسان د جمعې مازیګر ووژل شول او د څلورو بهرنیانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان شول.

هغه زیاته کړه چې د دې پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې درې وژل شوي کسان د دغه هېواد وګړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له متقي سره د دوحې غونډې پر اجنډا او ترکیب بحث کړی

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان او چپ لور ته په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري ډیکارلو. د ډیکارلو په خوا کې د یوناما مشره روزا اوتنبایووا ده.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان او چپ لور ته په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري ډیکارلو. د ډیکارلو په خوا کې د یوناما مشره روزا اوتنبایووا ده.

طالبان وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا او ترکیب بحث وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو پر اړیکو هم بحث وشو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم پرون کابل کې له روزمېري ډیکارلو سره د دوحې پر راروانه غونډه او نورو مسایلو بحث وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په مارچ میاشت کې ویلي وو چې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره چمتووالی روان دی.

د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره د دوحې دویمه غونډه د فبروري پر ۱۸مه او ۱۹مه شوې وه چې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن دوشنبه هم د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون یکشنبه په یوه اطلاعیه کې لیکلي، په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، میدان‌وردګ، بامیان، سمنګان او غور کې نن د نسبتاً سختو اورښتونو، تالندې برښنا او ناڅاپي سېلابونو بهېدلو اټکل شوی دی.

ویل شوي په بېلابېلو ولایتونو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په وروستیو څه کم دوو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر سختو اورښتونو وروسته بهېدلو سېلابونو سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

یونېسف: له پاکستانه د افغانانو ستنېدلو هر ماشوم ته د پولیو ضد واکسین رسېدل پېچلي کړي

په تورخم کې واکسیناتوران یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق پر مهال
په تورخم کې واکسیناتوران یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق پر مهال

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په ډله‌ییز ډول له پاکستانه د افغانانو ستنېدلو په افغانستان کې هر ماشوم ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو لپاره رسېدل پېچلي کړي.

د یونېسف د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکس‌پاڼه تورخم دروازې ته د یونېسف د پولیو له منځه وړلو پروګرام د مشر سټیفن لاوریر (Steven Lauwerier) د سفر خبر ورکړی دی.

لاوریر په تورخم کې د یونېسف له کارکوونکو سره په کتنه کې د پولیو واروس له‌منځه وړلو لپاره پر نورو اقداماتو خبرې وکړې.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم په کې ختمه شوې نه ده.

د طالبانو حکومت: تېرو ۳ ورځو کې ۱۵۰۰ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو یوه څنډه
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو ورځو کې له پاکستانه ۱۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت پر خپله ایکسپاڼه نن لیکلي، ۹۸ کورنۍ، چې غړي یې ۵۲۰ تنو ته رسیږي، د سپین بولدک له لارې پرون (شنبې) هېواد ته راغلي.

همداراز ۹۵۴ تنه نور د پنجشنبې او جمعې په ورځو د تورخم او سپین بولدک له لارو راستانه شوي دي.

پاکستان د تېر کال د نوومبر له لومړۍ څخه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې لا هم دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG