د نجونو د زده کړو لپاره پر ټولنیزو شبکو کمپاین؛ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې سمبولیک تصویرونه جوړ کړي

د مصنوعي ځیرکتیا د یوه کاروونکي تصویر- ارشیف

له یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو شبکو کې هغه تصویرونه خپرېږي چې په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوي.

په ځینو دې تصویرونو کې نجونې له کتابونو سره ښکاري، په ښوونځيو کې ناستې دي یا یې هم سپینې چپنې پر تن دي او د نورو ښځو په درملنه کې مصروفي دي، خو ترڅنګ یې ځینې داسې تصویرونه هم شته چې تر یوې ناروغې ښځې ټول نارینه ډاکتران راټول دي او دا پیغام ورکوي چې د ښځینه ډاکتر د نه موجودیت له امله ښځې مجبورېږي چې نارینه ډاکترانو ته ورشي.

د دې تصویرونو له خپرېدو سره د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانیستلو غوښتنه هم مله ده.

نورګل تګابي چې په مصنوعي ځیرکتیا یې ځینې داسې تصویرونه جوړ کړي، وايي، هدف یې د دې تصویرونو له لارې د هغې هیلې شریکول دي چې ډېر افغانان یې لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"په ټولنیزو رسنیو کې دغو تصویرونو د یوه متحد کمپاین بڼه خپله کړې ده. دا تصویرونه ډېر خوښ شول او ډېر هرکلی یې وشو، ځکه د نجونو زده کړو د هر افغان لوی ارمان دی چې باید پیل شي یا هم په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو د نشتون مسله ده چې هغه هم د نجونو له زده کړو سره غوټه شوې مسله ده، ځکه چې زده کړې نه وي، ډاکترانې به له کومه شي؟"

په ټولنیزو شبکو کې ګڼو فعالانو هم له دې تصویرونو سره لیکنې کړي او غوښتي یې دي چې د نجونو ښووني او پوهنتونونه دې پرانیستل شي.

د سولې د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار، ضیاالدین یوسفزی هم دغه کمپاین سره ملګری شوی

د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار او لیکوال ضیاالدین یوسفزي پر خپله اېکس پاڼه په مصنوعي ځیرکتیا د جوړو شویو ځینو تصویرونو سره لیکلي، دا د خواشینۍ ځای دی چې طالبان د نجونو پر زده کړو د بندیز پایلې نه سنجوي.

نوموړي ویلي دي، که دا بندیز دوام وکړي، افغانستان به په نېږدې راتلونکې کې د ښځینه ډاکترانو او نرسانو له سخت کمښت سره مخ شي.

په ورته وخت کې ځینې محصلانې هم چې دا مهال د طالبانو د بندیز له امله له زده کړو محرومې دي، د دې کمپاین هرکلی کوي.

د یوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله زمزمه غزل وايي، دا کمپاین خلکو ته د نجونو د زده کړو ارزښت چې د وخت په تېرېدو له خلکو هېرېږي، بیا یې ور یادوي.

زمزمه غزل زیاتوي:

"حداقل خلک خو دې ته متوجه کوي چې د نجونو زده کړې څومره اړینې دي او څومره باید پام ورته وشي. که چېرې زموږ خویندې زده کړو ته پرېښودل شوې وای او ډاکترانې او ښوونکې شوې وای، هغوی به د خپلو وروڼو ترڅنګ د خپلو خویندو خدمت کولای."

طالبان افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي

د ننګرهار پوهنتون یوه محصله امنه هم وايي، د نجونو د زده کړو د تسلسل پرې کېدل او بندیز پرې لګول به هغه وړاندوینه ژر رښتیا کړي چې مصنوعي ځیرکتیا یې اوس کوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"که چېرې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي او پوهنتونونه خلاص نه شي، نو له بده مرغه په راتلونکو دریو یا پنځو کلونو کې هغه وضعېت حتمي دی چې اوس یې مصنوعي ځیرکتیا وړاندوینه کوي."

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د ورته کمپاینونو له لارې له طالبانو څخه د نجونو په زده کړو د بندیز لرې کېدو غوښتنې شوې وې.

له دوه کلونو ډېره موده کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او نېږدې یو کال کېږي چې د نجونو پوهنتونونه یې تړلي دي.

سره له دې چې طالب چارواکو په ځلونو ویلي، دا بندیزونه یې لنډمهالي دي، خو د دوو کلونو له تېرېدو وروسته یې هم د نجونو د زده کړو د بیا پیل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.