طالب چارواکي: متحده عربي امارات په ۸ ساعتونو کې د هرات زلزله ځپلو ټپیانو ته روغتون جوړوي

د هرات یو زلزله ځپلی ټپي

د متحده‌عربي اماراتو يو پلاوی چې هرات ولايت ته يې سفر کړی، دغلته يې د زلزله‌ځپليو لپاره په ۸ ساعتونو کې د يو روغتون د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د هرات لپاره د طالبانو د حکومت د مطبوعاتي دفتر څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي دي، ياد پلاوی چې مشري يې ډاکټر سلطان کوي، ځان سره ۱۴ کانټېنره، د يو روغتون ټول اړین تجهيزات راوړي او ۶۰ تنه روغتيايي او اداري کارکوونکي یې هم راوستلي دي.

د هرات لپاره د طالبانو د والي وياند نثار احمد الياس د یکشنبې د ورځې په سهار په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"روغتون په ۸ساعتونو کې جوړيږي، دوی ځان سره ۱۴کانتېنره لري، ټول هغه تجهيزات چې اړتيا ورته شته، دوی يې له ځان سره لري، هغوی ۶۰ کسان شاوخوا پروسونل هم لري چې کار کوي، دوی هرات کې د ګذرګاه خواته د کويډ – ۱۹روغتون کې خپل کار راپيل کړی دی."

دا روغتون داسې مهال جوړيږي چې د هرات ولايت د زلزله‌ځپلیو سيمو اوسېدونکي وايي، روغتيايي اسانتياو ته د زيانمنو شويو خلکو لاس‌رسی کم دی.

د هرات ولايت د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد علي وايي، د زلزلې له امله د ټپيانو او زيانمنو شويو خلکو شمېر دومره زيات دی چې اوسني روغتيايي ډلې ورته رسېدنه نه‌شي کولی.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"روغتونونه له خلکو ډک دي، په روغتونو کې ټپيان او ناروغان نه ځاييږي، نن ورځ بله زوروره زلزله هم وشوه، خلک نه‌شي کولی د اندېښنو له امله دننه خونو ته ولاړ شي، دوی په خېمو کې ژوند کوي، هوا سړه ده، ناروغان ډېر دي. که يو کلينک جوړ شي، يا روغتون جوړ شي، دا بيخي ښه کار دی."

هرات کې وروستیو زلزلو زرګونه تنه ټپیان کړي، چې درملنې ته یې کافي امکانات نشته

د هرات ولايت د مرکز اوسېدونکی اجمل وايي، دا چې سيمه کې د نورو مرستو ترڅنګ روغتيايي امکاناتو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي، بايد په‌دې برخه کې خدمات پراخ شي.

هغه وايي:

"دا چې سيمه ډېره پراخه ده، زلزلې ډېرو کليو او ډېرو خلکو ته زيان اړولی دی، ګرځنده کلينکونه چې څومره ډېر جوړ شي ښه ده، خلکو ته روحي ناروغۍ پيدا شوي دي، يوه ډار کې دي. په‌دې هيله چې نور روغتونونه هم جوړ شي ځکه يو او دوه بسنه نه‌کوي."

هرات کې داسې مهال د يو عربي پلاوي له‌خوا زلزله‌ځپليو ته د بېړني روغتون د جوړېدو خبره کېږي چې تازه د ملګروملتونو د بېړنيو مرستو صندق د هرات زلزله‌ځپليو لپاره د ۵ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړی.

ياد سازمان پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، ياده مرسته به د بېړنۍ روغتيا، خوړو، تغذيې، ساتنې او اوبو برخه کې د خلکو سم‌لاسي اړتيا باندې ولګول شي.

هرات کې زلزله ځپلي د نورو عاجلو مرستو په تمه دي

هرات ولایت کې د تېرې شنبې او چهارشنبې د ورځود زلزلزو له امله د روغتیا د نړیوال سازمان د تازه راپور پر بنسټ، په شپږو ولسوالیو، زنده‌جان، انجیل، کشک/رباط سنګي، ګلران، هرات او کوهسان کې له ۱۹۲۵۰ زیات کسان اغېزمن شوي دي.

د ملگرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم په خپل تازه راپور کې د دې شمېر اغیزمنو شویو په یادولو سره ویلي، چې په زنده‌جان کې ۱۳۹۸، انجيل کې ۹۱۴، کشک/رباط سنګي کې ۳۸۵، ګلران کې ۳۶۰، هرات مرکز کې ۱۲۱ او خسان ولسوالۍ کې ۱۹ کسان اغیزمن شوي دي.

د اوچا د ملوماتو له مخې په دغو زلزلزو ۱۸۵۳ ټپیان شوي دي او ۱۳۸۴کسان مړه شوي چې په کې ۷۵۰ښځې او ۶۲۵ نارينه شامل دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د قربانیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان جوړوي.