بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلېدو ملاتړ نه کوو

د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا حکومت وايي، له هغو ملاتړ نه‌کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلېدو په لټه کې وي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د سولې و ثبات د پیاوړتیا، افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو د شریکولو په اړه له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نه‌شته.

دا وزارت وايي، دا کار هغه دی چې دوی یې کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ خپره کړې اعلامیه کې دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلون لپاره د افغانانو په ګډون له هیچا، د بریتانیا په خاوره کې د پلان جوړونې، تحریک او یا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ لپاره حمایت نه‌کوي.

اعلامیه کې زیاته شوی، تاوتریخوالی هر ډول که وي، د افغانستان او نړۍ په ګټه نه‌دی او هر هغه ډول سیاسي بدلون چط د مسلح تاوتریخوالي له لارې وشي، د بریتانیا د قوانینو پر بنسټ، جرم ګڼل کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت همدا ډول د طالبانو له زندانه د څلورو برتانوي وګړو د ازادېدو خبر ورکوي.

په دې اړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان د افغانستان د قوانینو د نقص له امله نیول شوي وو او دوی د دې څلورو برتانوي وګړو د کورنیو په استازولۍ د طالبانو له حکومت بخښنه غواړي.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په روښانه ټکو وضاحت نه‌دی ورکړل شوی چې دې کسانو د افغانستان کوم قوانین نقض کړي او دوی کله نیول شوي وو؟

په اعلامیه کې د دې کسانو نومونه هم نه‌دي لیکل شوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه‌ نه‌دي ویلي.

د طالبانو بیرغ

بل‌خوا د سیاسي مسایلو شنونکی غوث جانباز دا د بریتانیا دوه ګونی چلند بولي او زیاتوي، بریتانیا له یوې خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او بل لورته له هغوی سره د تعامل خبره کوي.

هغه زیاتوي: "ځواکمن هېوادونو په یوه غیر لیکلي ډول هوکړه کړې چې په افغانستان کې له هیڅ یوې ډلې چې غواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي ملاتړ نه کوي، خو په ورته وخت کې دا هېوادونه په دې هم پوهېږي چې طالبانو خپله هم د زور له لارې واک نیولی دی."

که څه هم د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له دوو کلونو ډېر تېر شول، خو تر اوسه یې رژیم هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د سیاسي مسایلو شنونکی میرویس اشفته بیا وايي، اوسمهال له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره شفافه زمینه نه‌ده برابره او اړتیا ده چې طالبان په دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي دي.

هغه وايي: "اوسنیو واکمنو ته لازمه ده چې له نا برابریو، ظلم او بې‌عدالتیو لاس واخلي، څو تعامل او د بندیزونو د لېرې کېدو ته موقع پیدا شي. له دې پرته که نړۍ معامله و نه کړي، د قانوني تعامل لپاره زمینه برابره نه‌ده."

خو د طالبانو حکومت بیا تل په افغانستان کې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب دعوه کړې او دا یې هم ویلي چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.