د ارمنستان چارواکي وایي، له هغه مهال راهیسې چې باکو پر ناګورنو قرهباغ لانجمنې سیمې بشپړ کنټرول ټینګ کړی، تراوسه له دیارلس زره زیات وګړي چې له خپلو سیمو تښتېدلي، د ارمنستان خاورې ته اوښتي دي.
چارواکو وویل چې د ناګورنو قرهباغ د سیمې له ۱۳ زره زیات اوسېدونکي د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.
له سیمې په ډلهییزه توګه د خلکو د وتلو دغه بهیر په وروستیو ورځو کې وروسته له هغې ګړندی شوی چې باکو په دې لانجمنه سیمه کې چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي، تېره اوونۍ د چټکو عملیاتو په ترڅ کې سیمهییز ځواکونه وځپل او پر سیمې یې بشپړه ولکه ټینګه کړه.
په عین حال کې د ناګورنو قرهباغ سیمه ییزو چارواکو په سیمه کې د یوې چاودنې په نتیجه کې لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
چارواکو وویل، دغه چاودنه پرون د سټیپاناکیرت ښار په یوه څنډه کې د تېلو په یوه ټانک کې هغه مهال رامنځه ته شوه چې ارمنستان ته تلونکي کسان د تېلو د اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ وو.
چارواکو ویلي، په دې چاودنه کې چې علت یې نهدی ښودل شوی، لږترلږه شل تنه وژل شوي او شاوخوا درې سوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د ارمنستان حکومت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې شمېرې ښيي چې تر نن سهار پورې د ناګورنو قرهباغ له سیمې ۱۳۳۵۰ تنه جبري بېځایه شوي کسان د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.
د راپورونو له مخې تېره ورځ د ارمنستان لوېدیځ ته په سړکونو کې د موټرو اوږده کتارونه لیدل کېدل چې خلکو له سیمې د وتلو هڅه کوله او د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یې هم سړکونه بند کړي وو.
د اذربایجان حکومت ژمنه کړي چې د ناګورنو قرهباغ د سیمي له اوسېدونکو په تېره له ارمني ټبرو سره به یوشان چلند کوي، خو د ارمنستان حکومت په سیمه کې د یوې احتمالي قومي تصفیې خبرداری ورکړی دی.
په ناګورنو قرهباغ کې د اټکل له مخې ۱۲۰ زره کسان چې اکثریت یې ارمن ټبره دي، ژوند کوي.
ناګورنو قرهباغ چې د اذربایجان د قلمرو دننه پرته ده، نړیوال یې د دې هېواد د خاورې یوه برخه بولي او له څو لسیزو راهیسې د باکو او ایریوان ترمنځ پرې لانجه وه.