د ملګرو ملتونو او ایراني حکومت د شمېرو په اساس شاوخوا درې نیم میلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي.
د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه یو میلیون افغانان ایران ته تللي دي.
صفي الله ستانکزي په تهران کې د افغانستان د سفارت له شارژدافېر سره چې طالبانو مقرر کړی مرکه کړې ده.
په دې مرکه کې له فضل محمد حقاني څخه د افغان کډوالو په اساسي ستونزو له هغې ډلې د پاسپورټونو په تمدید او وېش، اقامې او د بندیانو په حالت باندې خبرې شوي.
د مرکې په سر کې حقاني د پاسپورټونو د وېش په اړه معلومات شریکوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5