اوكرايني چارواکي: د روسيې توغندیزو بریدونو څلور ملکیان وژلي

د اوکراین جګړې یوه ویجاړه شوې برخه - ارشیف

اوکرایني چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې توغندويي بریدونو ۴ ملکي وګړي وژلي.

د دونېڅک والي پاولو کیریلینکو نن- سه شنبې وویل، د دې سیمې په شمال کې درې ملکي وګړي چې یوه ۵۲ کلنه مېرمن هم پکې وه وژل شوي.

همداراز د جنوبي سیمې زاپوريژیا والي یوري مالاشکو ویلي، چې پر اوریخیف ښار د روسیې د توغندويي بریدونو په پایله کې یوه ۷۲ کلنه ښځه وژل شوې ده.

د ملګروملتونو د شمېرنو له مخې، پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له پیله د تېرې جون میاشتې ترپایه د اوکراین ۹۱۷۷ ولسي وګړي وژل شوي او نژدې ۱۶ زره نور ټپیان شوي دي.