کابل کې د کرنيزو او توليدي توکو نندارتون پرانيستل شوی

په کابل کې د افغاني تولیدانو نړیوال نندارتون - مخکینی انځور

په کابل کې د افغانستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو د صنعت کارانو په ګډون د کرنیزو او تولیدي توکو شپږ ورځنی نندارتون پرانيستل شوی دی.

د امام ابوحنیفه په نوم دغه نندارتون کې چې پرون یکشنبه پیل شو، شاوخوا ۷ سوه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ګډون کړی دی او شاوخوا ۶ سوه غرفې په کې ایښودل شوي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی لیکلي، په دغو غرفو کې د ښځو پر لاسي صنایعو سربېره خوراکي توکي، درمل، برښنایي وسایل، قیمتي ډبرې، فلزات، غالۍ او نور محصولات او تولیدات ایښودل شوي دي.

خبر کې راغلي چې د ایران، ترکمنستان، ترکیې، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو صنعت کارانو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د امام ابوحنیفه دویم نندارتون داسې مهال پرانيستل شوی چې د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه له لوی بشري ناورین سره مخامخ دی او نږدې ۲۹ میلیونه وګړي یې مرستو ته اړتیا لري.