د ازادي راډيويي مجلې په دې ګڼه کې په کابل کې د کتاب له نندارتونه خبرېږئ.
د افغان ښځو د انلاین ادبي بحث جزییات درسره شریکېږي.
دغه راز د خپرونې په دوام کیسه درته وړاندې کېږي، شعرونه هم شته او د داسې چا تجربه درسره شریکېږي چې په خپل غږ یې په لسګونو کتابونه د یوه انلاین اپلېکېشن لپاره ثبت کړي دي.
ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: