د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې ده:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
له کندوزه د مشاعرې راپور اجمل ارین جوړ کړی.
په هنر جاج کې له لیکوال او ویاند سعدالله فطرت سره د دریځ د ویاندویۍ په لارو چارو غږېدلي یو.
په فنکار برخه کې له پیغلې شاعرې شفیقې خپلواک سره د هغې په فن غږېږو.
په زرپاڼه کې به نورالبشر نوید ته د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لیک او د هغه د لیک ته اوسنی ځواب واورئ.
او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د دولسم سرود لومړۍ برخه واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: