د بخښنې نړيوال سازمان: په نړۍ کې د اعدامونو کچه لوړه شوې

ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل په نړۍ کې د اعدام د سزا په اړه په خپله تازه راپور کې وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې اعدامونه د تېرو پنځو کلونو پرتله تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل.

ایران په دې برخه کې له ټولو مخکې شوی او ورسره هغه هیلې چې نړیوالو ته د قزاقستان په ګډون په شپږو هېوادونو کې د اعدام د حکم له منځه تلو سره پیدا شوې وې تتې شوي.

ایمنسټي انټرنېشنل په خپل کلني راپور کې چې نن د مې په ۱۶مه خپور شو ویلي دي چې له چین پرته په نوره نړۍ کې د ۸۸۳ اعدامونو په سلو کې نوي یوازې د درېیو هېوادونو له خوا تطبیق شوي چې لومړی ایران، دوهم سعودي عربستان او ورپسې مصر دی.