د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې اعدامونه له ثبات سره مرسته نه‎کوي


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېسټي انټرنشنل وایي، په افغانستان کې د اعدامونو ترسره کول د دې هېواد له ثبات سره مرسته نه‎کوي او هغه باید عملي نه‎شي.

د بشري حقونو دغې نړیوالې ډلې په نړۍ کې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اعدامونو په اړه په هغه راپور کې چې نن پنجشنبه‌یې خپور کړی ويلي چې په‎دې کال په افغانستان کې پنځه تنه په اعدام محکوم په دار ځړول شوي او دا کار هغه هم په بیړه د ترهګریزو حملو د زیاتېدو په غبرګون کې شوی دی.

په لندن کې دېره د بخښنې نړیوال سازمان د اعدام د سزا د برخې سلاکارې کیارا سانجیورجیو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"داسې ښکاري چې اعدامونه په‎دې هېواد کې د شویو حملو په عکس‎العمل کې ترسره شوي. موږ په‎دې پوه یو چې د مرګ سزا د ستونزې له حل سره مرسته نه‎شي کولای او د همدې لپاره موږ د افغانستان له ولسمشره غوښتنه کړې چې نور دې د اعدام سزاوې نه‌عملي کوي، ځکه هغه به د هېواد له ثبات سره چې زما په فکر موږ ټول‌یې غوښتونکي یو، مرسته ونه‎کړي."

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، که څه هم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونه اندازه د وړم کال په نسبت ډېره راکمه شوې، خو د افغانستان درې ګاونډیان ایران، پاکستان او چین د نړۍ د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې راغلي چې تر ټولو زیات اعدامونه په‎کې ترسره شوي دي.

د تأیید شویو ۹۹۳ اعدامونو له جملې له نیمایي زیات یعنې ۵۰۷یې په ایران کې ترسره شوي او په پاکستان کې هم د تأیید شویو شمېر ۶۰ ښودل شوی دی.

د راپور له مخې د چین په اړه چې هر کال په زرګونه کسان اعداموي شمېرې نه‌شته ځکه دا هېواد دغسې معلومات دولتي راز بولي.

XS
SM
MD
LG