د ایران ولسمشر په یو دوه ورځني سفر سوریې ته رسېدلی

د عکس ښي لور ته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او چپ لور ته د سوریې ولسمشر بشار الاسد

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له خپل ساري د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره د خبرو لپاره نن چهارشنبې د سوریې پلازمېنې دمشق ته ورسېد.

دا د ۲۰۱۱ کال راهیسې له کله چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، دې هېواد ته د ایران د یوه ولسمشر لومړی سفر دی.

وروستي ځل د ایران د وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد په ۲۰۱۰ م کال کې له دمشق څخه کتنه ترسره کړې وه.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې ترڅنګ ایران په پوځي او اقتصادي برخو کې د اسد د رژیم کلک ملاتړ کړی چې پر مټ یې توانېدلی، د سوریې د خاورې ډېرې برخې له مخالفه وسله والو ډلو بېرته ونیسي.

د سیمې هېوادونو چې د دغو وسله والو ډلو ملاتړ کړی، اوس یې د اسد له رژیم سره د روغې جوړې هڅې پیل کړې دي.

رییسي داسې مهال له دمشق څخه کتنه ترسره کوي چې د ایران او په سیمه کې یې د مهم سیال سعودي عربستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې له څو کلن کړکېچ وروسته بېرته رغول شوي دي.

عربي هېوادونو چې په ۲۰۱۱ کال کې د معترضانو د ځپنې په خاطر سوریه او د لبنان د حزب اله ملېشه ډلې په ګډون د هغې نور متحدین منزوي کړي وو، په دې هېواد کې د دولس کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د لارې نقشې پلان جوړ کړی چې سوریه په عربي نړۍ کې بېرته شاملوي.

دمشق ته د رییسي او مل پلاوي د سفر لپاره د تیاریو په ترڅ کې هوايي ډګر ته د غځېدلي سړک دواړه غاړې د ایران په بېرغونو پوښل شوې وې.

له رییسي سره په مل پلاوي کې د ایران د تېلو، دفاع، بهرنیو چارو او مخابراتو وزیران هم شامل دي.

د سوریې د دولتي رسنۍ د راپور له مخې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو تر منځ یو شمېر قراردادونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شي.

د رویټرز د راپور له مخې تهران چې له مخکې یې د بشار الاسد رژیم ته د پور اخیستو اعتبارونه ورکړي، د مخابراتو او کانونو د سکټور په شمول یو شمېر برخو کې ګټور قراردادونه ترلاسه کړي دي.