د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

عُمان کې د اسراییلو پر ټانکر برید؛ اسراییل ایران 'د ترورېزم صادروونکی' بللی


آرشیف
آرشیف

د عُمان په ساحل کې د اسراییل د تیلو پر ټانکر د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د بریتانیې او رومانیا دوه وګړي وژل شوي.

دا پر یوه تجارتي بېړۍ په داسې حال کې حمله ده چې سیمه کې په وروستیو کلونو کې له ایران سره وضعیت ترینګلی شوی دی.

د امریکا بحري قواوو ویلي چې دا بېړۍ الوتکې انتقالوونکي یو 'اېس.اېس رونالډ رېګن' او لارښود شوي د میزاییلو له منځه وړونکي سیسټم 'یو.اېس.اېس مېشر' بدرګه کوله او پردې بېړۍ د لایبریا بیرغ لګېدلی وو.

دا ټانکر د اسراییل یوه شرکت زوډياک ګروپ اداره کاوه.

د امریکا د بحري قواوو اعلامیه زیاتوي چې د دغو ځواکونو د چاودېدونکو موادو متخصصین وضعیت ارزوي چې نورو کار کوونکو ته خطر نه وي او د دې حملې په اړه تحقیقاتو ته چمتو دي.

د اعلامیې له مخې لومړي معلومات ښيي چې دا حمله د ډرون الوتکې په وسیله شوې ده.

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یائېر لاپید پر ایران د دې حملې تور پورې کړی دی او په سیمه کې يې خپل دا مخالف هېواد 'د ترورېزم صادروونکی' بللی دی.

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یائېر لاپید
د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یائېر لاپید

لاپېد ویلي، د خپل هېواد ډپلوماټانو ته یې ویلي چې د ایران د ترورېزم پر وړاندې دې په ملګرو ملتونو کې د اقداماتو غوښتنه وکړي.

لاپېد د جولای په ۳۱مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، دوی له بریتانیا، رومانیا او نورو نړیوالو متحدینو سره په ګډه همکاري توافق وکړ چې په دې اړه به تحقیقات وکړي.

هاخوا ایران د اسراییلو دا ادعا رد کړې چې وايي، تهران د عُمان سواحلو ته نژدې د اسراییلو د تېلو پر یو اړوند ټانکر د تېرې سې شنبې ورځې په برید کې لاس لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطی بزاده نن د اګسټ په لومړۍ نېټه په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې ناامني، ترور او تاوتریخوالی اسراییلو جوړ کړی دی او زیاته یې کړه، د اسراییلو له خوا د دې تورونو هدف دا دی چې له حقایقو څخه پاملرنه بلې خوا ته شي.

همداراز د ایران د عربي ژبې العالم ټلوېزیون د نامعلومو سرچینو له قوله ویلي چې په عُمان کې د تیلو پر بېړۍ حمله د سوریې په هوايي ډګر کې د ناپېژندل شوي حملې په غبرګون کې شوې ده.

اسراییل په سوریه کې د ایران پر اهدافو سلګونو هوايي حملې کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې په منځني ختیځ کې په مرموزه توګه د ایران او اسراییل بیړۍ هدف ګرځېدلي دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG