د امریکا ځانګړي استازي له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټام وېسټ د قطر له صدراعظم محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د دغه هېواد د شخړو د هواري لپاره له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره د افغاستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

وېسټ د دې لیدنې کتنې په ارتباط چې په پلازمېنه دوحه کې شوه په خپل ټویټر کې پرون ناوخته خبر ورکړ.

ده لیکلي چې قطر د امریکا د ګټو د خوندیتوب په برخه کې د واشنګټن مهم همکار دی او دا هېواد د افغانانو د حقونو ملاتړی دی.

د قطر له صدراعظم او د شخړو د مخنیوي په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره د ټام وېسټ د دې لیدنې کتنې نور جزییات نه دې خپاره شوي.

وېسټ تېره اونۍ قطر ته ولاړ او دی به په متحد عربي اماراتو او ترکیې کې هم له چارواکو، همداراز یو شمېر افغانانو سره د دې سفر په ترڅ کې وویني او د چهارشنبې په ورځ به بېرته واشنګټن ته ستون شي.