له نيول کېدو يوه اوونۍ وروسته د مطيع‌الله ويسا د برخه‌ليک په اړه معلومات نه‌شته

Your browser doesn’t support HTML5

تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ماشومانو د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ویسا د طالبانو له لوري ونيول شو. نوموړی اوس هم د طالبانو په بند کې دی، خو د طالبانو حکومت د نوموړي په اړه له څه ويلو ډډه کوي. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي، ښاغلی ويسا د پاروونکو کړنو له امله نيول شوی دی.