عطاالله ویسا: د قلم لار ټولنه پټ او مشکوک فعالیت نه کوي

تېر میلادي کال د قلم لار بنسټ لرو پرتو سيمو لپاره ګرځنده ښوونځی او کتابتون پرانیستی و.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا د طالبانو حکومت د هغې نیوکې په ځواب کې چې د دوی فعالیتونه یې مشکوک بللي وايي، د قلم لار ټولنه کومه وسله واله او سیاسي ډله نه ده چې پټ او مشکوک فعالیت وکړي.

نوموړی زیاتوي، زده کړه د ټولو حق دی او ټولو افغانانو ته د همدې حق د ترلاسه کولو په خاطر مبارزه کوي او له دې وروسته به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

له عطاالله ویسا سره د ازادي راډيو خبریال همایون هېواد مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د طالبانو حکومت د مطیع الله ویسا د نیولو لامل ستاسې مشکوک فعالیتونه ښودلي، دې خبرې ته ستاسې ځواب څه دی؟

د دې مرکې د اورېد لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ویسا سره مرکه