د طالبانو حکومت: نن مو ايران ته ۷ ډيپلوماټان روان شول

په تهران کې د افغانستان سفارت

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، نن په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې په رسمي ډول د دوی ډیپلوماتانو ته سپارل کېږي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد رسنیو ته ویلي، نن سهار د دوی ۷ تنه ډيپلوماتان تهران ته روان شول.

نوموړي وويل: "د دې لپاره چې په ایران کې د مېشتو وطنوالو د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ را نه‌شي، د بهرنیو چارو وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه چې نن سهار له کابل څخه د مجربو ډیپلوماتانو یو ۷ کسیزه ټیم تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي."

د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د ایران او افغانستان اړیکې خړې پړې وې، دا ځکه چې ایران د هغې حملې پړه پر طالبانو اچولې وه چې د ۱۹۹۸ کال په اګست کې په مزار شریف کې ۹ ایراني ډيپلوماتان وژل شوي وو.

ایران که څه هم نه‌دي ویلي چې، طالبانو ته د سفارت سپارلو هدف یې څه دی، خو د ایران بهرنیو چارو وزارت د سفارت په بڼه کې بدلون د افغانستان کورنۍ مسله یاده کړې ده.

پرون په تهران کې د افغانستان له سفارته پخواني ډیپلوماتان ووتل او په خبره یې د سفارت کیلي او نور وسایل یې د ایران بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

د طالبانو حکومت تهران ته د خپلو ډیپلوماتانو لېږل، د ایران او افغانستان د اړیکو لپاره مثبت ګام یاد کړی دی.