په تورخم او دور بابا کې د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي

د تورخم دروازې یوه څنډه

په تورخم کې د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نن سهار جګړه شوې ده.

دغه جګړه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې تېر ماښام د طالبانو حکومت د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړله او ويې ویل چې دا کار يې د پاکستاني واکمنو د ژمنو نه عملي کولو په غبرګون کې کړی دی.

د تورخم له سیمې یو شمېر ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرېږي چې په کې خلک پر منډو دي، له سیمې پښې سپکوي او د جګړې په اړه خبرې کوي.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس د پاکستان د ځایي پولیسو د یوه چارواکي خالد خان له قوله د ډزو تبادله تایید کړې.

په تورخم کې افغان او پاکستاني خبریالانو د ځایي خلکو په حواله ویلي چې ډزې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم لري

تېره شپه د طالبان په کنټرول کې باختر اژانس د تورخم د کمیسار د مولوي محمد صدیق له قوله خبر خپور کړ چې تر بله امره د تورخم دروازه وتړل شوه.

اسوشیتید پریس د یوه پاکستاني چارواکي په حواله ویلي، تورخم کې اوس افغان ناروغان او پایوازان یې د سفر له اسنادو پرته پاکستان ته نه پرېښودل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو څو میاشتو کې د طالبانو په وینا زرګونه افغان ناروغان له ویزو پرته پاکستان ته تللي دي.

له بل لوري د ننګرهار له دوربابا ولسوالۍ څخه هم رارسېدلې خبرونه وايي، هلته تېره شپه د پاکستانیو ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په کې د لغمان ولایت د اليشنګ ولسوالۍ یو تن طالب وژل شوی او کورنۍ يې د جنازې خبر پر فېسبوک کې خپور کړی دی.

تراوسه د دوربابا او د تورخم د جګړې په اړه دواړو لوریو څه نه دي ویلي او همداراز يې د تلفاتو په اړه هم کره معلومات نه شته.