په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې د مړو شمېر له پنځه څلوېښتو زرو واوښت.
یوازې په ترکیه کې دوه سوه څلورشپېته زره ودانۍ ویجاړې شوې او ګڼ کسان لا هم ورک دي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، په ترکیه کې د مړو شمېر ۳۹زره شپږسوه دوه اویا او په سوریه کې هماغه پنځه زره او ۸۰۰ دی.
ګومان کېږي چې د مړو دا شمېر هم ښايي زیات شي، ځکه د ژغورنې او پلټنې ډلې لا هم تر نړېدلو ودانیو لاندې انسانان لټوي.
د فبروري میاشتې د شپږمې زلزله د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.
د جمعې په ورځ هم په هاتای ولایت کې تر یوې نړېدلې ودانۍ یو ۴۵ سړی تر یوولسو ورځو وروسته ژوندی وژغورل شو.