په ترکیه کې د افغانستان سفارت: ښايي د زلزلې له کبله د افغانانو تلفات زیات وي

د راپورونو له مخې په ترکیه کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۲ زرو ته نږدې شوی او په سوریه کې بیا له درې نیم زرو اوښتی دی.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې ښایي په ادیامان ولایت کې د زلزلې له کبله د افغانانو د تلفاتو شمېر ترهغې کچې چې مخکې اټکل شوی و، زیات وي.

په پلازمېنه انقره کې افغان قونسلګرۍ پرون ویلي و چې په دې سیمه کې ۳۵ تنه افغانان مړه شوي خو افغان قونسل پسرلي حکیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د تازه رسېدلو معلوماتو له مخې په ادیامان کې د افغانانو تلفات ښايي ۴۰ کسانو ته ورسېږي.

افغان سفارت په هاتای ولایت کې هم د شاوخوا اتیا کسانو د مړینې خبر ورکړی و، خو حکیمي وویل دوی له سیمې داسې معلومات ترلاسه کړي چې هلته په ځینو قبرونو کې څو کسان یوځای خاورو ته سپارل شوي او له دې سره دا اندېښنه شته چې په هاتای کې د افغان کډوالو د تلفاتو شمېر به هم لوړ وي.

د ترکیې له نورو زلزله ځپلو سیمو د افغان کډوالو د تلفاتو دقیقې شمېرې نه دې خپرې شوي.

په همدې حال په ترکیه او سوریه کې د دې د زلزلې د تلفاتو ټول شمېر له ۲۵ زرو اوښتی دی.

د راپورونو له مخې په ترکیه کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۲ زرو ته نږدې شوی او په سوریه کې بیا له درې نیم زرو اوښتی دی.