د چین حکومت په افغانستان کې د خپلو اتباعو د امنیت تضمین وغوښت

د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ

د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د چینایانو امنیت تضمین کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو اتباعو او شرکتونو د امنیت خوندیتوب ته ډېر اهمیت ورکوي او له طالبانو غواړي چې د هغوی خوندیتوب یقیني کړي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې چین ته ګواښ پېښ کړي.