په هند کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې ماشومانو ته یې ښوونیز خدمتونه کم دي.
مژګان په هند کې مېشته افغانه کډواله ده او دوه ماشومان لري.
نوموړې، په افغانستان کې ښوونکې وه چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د خپلو ماشومانو د ښو زده کړو په خاطر له خپلې کورنۍ سره هند ته کډه شوه، خو وايي، په دغه هېواد کې هم د شته ستونزو له امله تر اوسه نه ده توانېدلې چې خپل ماشومان ښوونځي کې شامل کړي.
مژګان ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه زما لور چې ۱۵ کلنه ده او په افغانستان کې په نهم ټولګي کې وه، د عمر له وجې په دولتي ښوونځي کې شامله نه شوه او زما د زوی لپاره یې هم دا دلیل ووایه، چې بست نه شته او د تدریس ژبه یې هم نه ده زده، له دې امله مې هم ونه شوای کولای چې په دولتي ښونځیو کې یې شامل کړم."
مژګان، له دې امله چې ماشومان یې ښوونځي ته نه شي تللی اندېښمنه ده.
نوموړې وايي، ښه اقتصاد نه لري او په سختۍ سره ژوند مخته وړي.
یو بل افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، دا هم نه دی توانېدلی چې د ورته ستونزو له امله خپل ماشومان د هند دولتي او یا خصوصي ښونځیو ته د زدکړو لپاره ولېږي.
نوموړی وايي، اوسمهال يې يواځې دوه لوڼې د 'باسکو' په ښوونځي او ښوونيز مرکز کې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ جوړ شوى، په زده کړو بوختې دي او دوه زامن يې د اقتصادي ستونزو له امله د زده کړو پر ځاى کار کوي.
هغه زیاتوي: "موږ لاړو چې خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړو، خو هغوی ویل چې اوس ۱۷ کلن دي او نه شي کولای چې په ښوونځيو کې شامل شي، بلاخره د باسکو په ښوونځي او ښوونیز مرکز کې شامل شول، خو ما خپل دوه زامن له ښوونځي څخه د کار لپاره وایستل."
څوارلس کلنه فروزان، چې د عمر د دیروالي له امله د هند په دولتي ښوونځيو کې داخله نه ده ورکړل شوې او اوس په 'دان باسکو' په نوم ښوونځي کې زده کړې کوي وايي، په ښوونځي کې د زده کړو کیفیت ښه نه دی.
فروزان ازادي راډيو ته وویل: "موږ دومره پیسې نه لرو چې خصوصي ښوونځیو ته لاړ شو. ما تمه درلوده چې پرمختګ وکړم او خپل مهارتونو ته وده ورکړم، کوم چې په دې ښوونځیو کې امکان نه لري. کاش چې موږ ښه مالي وضعیت درلودای."
په نوي ډهلي کې د افغان کډوالو کمېټه هم د افغان زده کوونکو د زده کړو وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د کډوالو لپاره بايد د ښوونې او روزنې ښه سيستم برابر شي.
په ډهلي کې د افغان کډوالو د کمېټې مشر احمد ضیا غني وایي: "هغه تعلیمي کورسونه چې د پروژو په ملاتړ فعالیت کوي خورا سمبولیک او د زده کړو کیفیت یې سم نه دی."
که څه هم د دغه ښوونځي او ښوونیز مرکز تر څنګ په ډهلي کې د سید جمال الدین افغان په نوم لېسه هم شته، چې له افغاني ښوونیز نصاب سره سم فعالیت لري، خو په نوي ډهلي کې د افغان کډوالو کمېټه ادعا کوي، چې دا ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ شوی او فعالیت نه لري.
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت چارواکي مني چې یاد ښوونځی څه موده غیرفعاله و، خو دوی زیاتوي چې د سید جمال الدین افغان په نوم ښوونځی اوس بېرته فعاله شوی او زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
په هند کې د افغانستان سفارت سرپرست فرید ماموندزۍ وایي: "په دې مکتب کې نږدې ۳۰۰ افغان زده کوونکي درس وايي. د جمهوریت په وخت کې دا مکتب فعال و. څه مودې لپاره دغه مکتب غیر فعال شو چې د سفارت د هلو ځلو او د هند حکومت له مرستو وروسته دا مکتب بېرته فعال شو. زمونږ کوشش دا دی چې دا مکتب تر هغه وخته چې امکان لري فعاله وساتل شي."
په هند کې افغان کډوال په داسې حال کې ښوونیز خدمتونو ته له کم لاسرسي شکایت لري چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار له بندیز سره ډېری کورنۍ هڅه کوي چې د خپلو ماشومانو د زده کړو او ښې راتلونکې لپاره ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شي.
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د افغان کډوالو کمېټې د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې له ۹ تر ۱۱ زرو افغانان ژوند کوي چې ډېری یې قانوني اسناد او د کډوالۍ کارتونه نه لري او نورو هېوادونو ته د تلو او هلته د اوسېدو په تمه دي.