سرچینه: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې اوس د طالبانو په کنټرول کې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده.

د فرانس پرېس اژانس په باور شاوخوا ۲۰ کسان په دې چاودنه کې یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په کابل کې د فرانس پرېس موټر چلوونکی جمشید کریمي وایي، دی نه پوهېږي چې په دې شمېره کې څو تنه مړه شوي او څو تنه ټپيان شوي دي.

په دغه وزارت کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې وزارت مخې ته شوې او تلفات هم لري.

د سرچینې په وینا، دا چاودنه داسې مهال کېږي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د چینايي ډیپلوماټانو سره ناسته روانه وه.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته په کابل کې د چاودنې پخلی وکړ.

نوموړی وايي، دغه چاودنه نن مازدیګر څلور بجې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک شوې چې د ده په وینا تلفات هم لري.

هغه په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې سیمې ته امنیتي ټیمونه رسېدلي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل هم ازادي راډیو ته د دې چاودنې پخلی کړی.