د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سریلانکا د لوبې یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د سریلانکا ملي لوبډلې ته د شپېتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

پرونۍ لوبه له کوربه سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي وه.

افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د بېټینګ یا توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اوورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۲۹۵ منډو هدف ورکړ، خو د سریلانکا لوبغاړي ټول په اته دېرشم اوور کې وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۲۳۴ منډې یې جوړې کړې وې.

په افغان لوبغاړو کې د لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په ۱۲۰ بالونو ۱۰۶ منډې وکړې او رحمت الله ګربز او رحمت شاه هم نیمې سلیزې وکړې او په بالېنګ کې فضل الحق فاروقي څلور ویکټې واخیستې او یوازې ۴۹ منډې یې ورکړې.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دوهمه لوبه به د یکشنبې او درېیمه او وروستۍ د سه شنبې په ورځ په پام کې دي.