د افغانستان د امانت صندوق بورډ د لومړي ځل لپاره په جنوا کې غونډه وکړه.
دا بورډ په سویس کې د افغانستان د څه باندې درې میلیارده او پنځه سوه میلیونه ډالرو د نظارت لپاره جوړ شوی.
د افغانستان بانک پخوانی رییس او د دغه هېواد د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي د دغه بورډ له غړیو څخه دی.
صفي الله ستانکزي له ښاغلي احدي سره خبرې کړي او لومړی یې ترې پوښتلي چې د دوشنبې په ماښام د بورډ په لومړۍ غونډه کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوي دي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5