غفاري: د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند نه‌دی بدل شوی

د ميدان ښار پخوانۍ ښارواله ظريفه غفاري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دغه سازمان د ښځو اجراییه رZیسې سیما باهوس ویلي چې په افغانستان او یو شمېر نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښځو سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو له خوا ځینې محدودیتونه لګول شوي دي.

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم ښځو ته د کار او نجونو ته د تعلیم اجازه نه وه ورکړل شوې.

زموږ همکار، د میدان ښار له پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، د ښځو د ملاتړ بنسټونو د بوديجې ستونزه ولې پراخه شوې ده؟

د اغلې ظريفې غفاري مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ظريفې غفاري مرکه