قطر کې جګپوړو امریکايي او طالب چارواکو لیدلي

ارشیف: قطر کې د طالبانو دفتر

په جولای میاشت کې د القاعده شبکې پر مشر د امریکا له بریده وروسته په لومړي ځل جګپوړو امریکايي چارواکو له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د ولسمشر بایډن ادارې د سي آی اې مرستیال ريیس ډیوید کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته استولی او پرون یې د طالبانو د استخباراتو د ريیس عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

له بلې خوا سي این این وايي چې د طالبانو د استخباراتو د ريیس په مشرۍ پلاوي سره د سي آی اې د مرستیال ريیس د کتنې په مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم حاضر و.

سي آی اې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.