د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

امریکا او قطر: د افغانانو د ملاتړ لپاره به خپل ګډ کار ته دوام ورکړو


د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن، د قطر له امیر تمیم بن حمد الثاني سره
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن، د قطر له امیر تمیم بن حمد الثاني سره

د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني امریکا ته په خپل سفر کې د جمهور رییس جو بایډن په ګډون د دفاع وزیر لوېډ اسټن سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي.

په سپینه ماڼۍ کې د قطر له امیر سره د لیدنې پر مهال جمهور رییس بایډن وویل، له افغانانو د ملاتړ لپاره به دواړه هېوادونه خپل ګډ کار ته دوام ورکړي: "امیر او زه نن ورځ په خپله اجنډا کې ډېر څه لرو. موږ غواړو په خلیج او منځني ختیځ کې د امنیت په اړه خبرې وکړو. نړۍ ته د انرژۍ رسولو ثبات تامین کړو او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړو."

هاخوا پنټاګون وايي، د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم له ښاغلي حمد الثاني سره د دوشنبې په ورځ وکتل او د افغانستان په اړه یې د همکارۍ په ګډون د سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

پنټاګون یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، جنرال اسټن د قطر له امیر څخه په افغانستان کې د امریکا د دوامداره ملاتړ له امله مننه کړې.

د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم له ښاغلي حمد الثاني سره د دوشنبې په ورځ وکتل
د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم له ښاغلي حمد الثاني سره د دوشنبې په ورځ وکتل

په دې لیدنه کې د قطر امیر هم ویلي، په افغانستان کې باید لا ډېر څه وشي.

په افغانستان کې باید لا ډېر څه وشي.

پنټاګون د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني له قوله لیکلي:"موږ به په سیمه کې د امنیت او ثبات په راوستو کې د مرستې لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو. زه ډاډه یم چې د دې نږدې ملګرتیا او دې عالي اړیکو سره به دا کار وکړو. موږ دا په افغانستان کې په ښکاره توګه وښوده، البته موږ لا هم په افغانستان کې ډېر کار ته اړتیا لرو او موږ د افغانانو ښې راتلونکې ته ژمن یوو."

دا په داسې حال کې ده چې امریکا ویلي، قطر به یې افغانستان کې ډپلوماټیکه استازولي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرله دې څرګندونو وروسته، قطر په کابل کې د خپلو ډپلوماټانو یوه ډله په افغانستان کې د امریکا د سفارت د قونسلګرۍ د چارو د پرمخ بېولو لپاره ځانګړې کړې ده.

د طالبانو حکومت هم له امریکا سره د قطر د ښو اړیکو په اړه مثبت نظر لري، ځکه پر دوی یې هم اغېز کم نه دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، قطر د دوی او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پرمهال رغنده رول لوبولی او وروستۍ هڅې یې هم ستايي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، قطر د دوی او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پرمهال رغنده رول لوبولی
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، قطر د دوی او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پرمهال رغنده رول لوبولی

کریمي زیاتوي:"ټول هغه تحرکات او هغه څه چې د افغانستان د مسایلو په اړه د قطر له خوا کېږي، موږ په مثبت نظر ورته ګورو."

قطر د امریکا سربېره، وروستیو کې د نورو لویدیځو هېوادونو او د طالبانو د حکومت ترمنځ هم د اړیکو د جوړېدو او د ستونزو د هواري لپاره د منځګړي رول لوبوي.

دوحه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه ده او داسې هم ویل کېږي چې لاهم د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ هلته مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG