د هند د حکومت لهخوا یکشنبه ماښام ۵۵ نور افغان سېکهان او هندوان له کابله نوي ډيلي ته انتقال شول.
په نوي ډيلي کې د سېکهانو او هندوانو د هرکلي لپاره لسګونه چارواکي او سېکهان/هندوان ورغلي وو او ژمنه یې وکړه چې د دوی پوره ملاتړ به کوي.
د هند حکومت ویلي چې تر یوه کاله د افغان سېکهانو او هندوانو ملاتړ او د استوګنې تابیا کوي.
زموږ همکار، صالح محمد صالح په کاناډا کې مېشت د سیاسي مسایلو له شنونکي محمد ظاهر اکبري څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، له افغانستانه ولې افغان هندوان او سېکهان په وتلو دي؟
د ښاغلي ظاهر اکبري مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5