اوچا: روان ميلادي کال تر ۲۵۰ ډېر افغانان د سېلابونو له امله مړه شوي

لوګر کې د وروستيو راوتلو سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، روان میلادي کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو له کبله تر ۲۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د اوچا په وینا، دا د ۲۰۲۱م کال په نسبت په سېلابونو کې د مړو په شمېر کې ۷۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د اګست میاشتې له لومړۍ په افغانستان کې ۱۱۸ کسان د سېلابونو له کبله مړه شوي، چې له دې سره په روان میلادي کال کې د اوچا په خبره په سېلابونو کې د مړو شمېر ۲۵۶ ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خپل تفصیلي راپور چې د سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه دی پرون خپور کړ.

په راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې د سېلابونو له کبله ۱۴۷ کسان مړه شوي وو، خو سږ کال دغه شمېر ۷۵ فیصده زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ويلي وو، اوس هم په لوګر کې ډېری کورونه تر اوبو لاندې دي.

په دې راپور کې د افغانستان په ختیځ، مرکز، جنوب ختیځ، جنوب او لویدیځ کې تر سختو اورښتونو وروسته بهېدلو سېلابونو ته کتنه شوې ده.

راپور وايي زیات زیانونه په لوګر کې پېښ شوي دي.

د راپور له مخې یوازې په لوګر ولایت کې تر ۲۰ زیات کسان مړه، ۳۰ تنه نور لادرکه او شا و خوا ۳۰۰۰ کورونه یا زیانمن شوي یا هم ویجاړ شوي دي.

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مقدس هجرت د ازادۍ راډیو پر واټس اپ خپل پیغام کې ویلي: "پر لوګر سخت سېلابونه راغلي دي. په څرخ او بره کي برک ولسوالۍ کې یې ډېر کسان مړه کړي دي. خدای دې پر موږ رحم وکړي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په راپور کې راغلي، چې د اګست میاشتې له ۱۶مې تر ۲۱مې د لوګر تر څنګ په کونړ، لغمان، میدان وردګ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پروان کې هم سخت سېلابونه بهېدلي چې په ټوله کې یې ۶۳ کسان مړه کړي دي.

په دې اړه نور: د طالبانو حکومت: تېره يوه مياشت کې تر ۱۷۰ ډېر کسان د سېلابونو له امله مړه شوي

رویټرز اژانس د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف په وینا تېره سې شنبه راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې روانه اوونۍ د افغانستان په مرکزي برخه او ختیځ کې د کورونو د ویجاړېدو له کبله لږ تر لږه ۸ ماشومان مړه شوي او ځینې یې لا هم ورک دي.

په مړو کې ماشومان هم شامل دي.

خو په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله د طالبانو ارقام زیات ښکاري، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت چې د طالبانو په واک کنټرول کې دی، پرون په یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۸۲ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰ وښود.

که څه هم طالبان وايي چې سېلاب ځپلو ته شوې مرستې په شفاف ډول وېشي، خو د سېلاب ځپلو سیمو ځینو اوسېدونکو شکایت کړی، چې د مرستو ډېره برخه اړو کسانو ته نه رسېږي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، هر کال د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابونو له کبله په لسګونو کسان مري.