د لوګر په خوښۍ کې د ﺑﻮږﻧﻮﻧﮑﻲ سېلاب انځورونه

په لوګر کې د شنبې په ورځ د سېلابونو له امله د استوګنې یو کور ونړېد.
 

د لوګر په خوښۍ کې سېلاب. دغه سېلاب د روانې زمري میاشتې په ۲۹مه د شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته راوتلی و چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې ځاني او مالي زیانونه واړول.

په دغه انځور کې لیدل کېږي چې د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د سېلاب له وېرې یوې لوړې غونډۍ ته پناه وړې ده.

د لوګر د خوښۍ دوه اوسېدونکي د سېلاب له امله د خپلې نړېدلې ودانۍ څخه د کور توکي راباسي.

د لوګر په خوښۍ کې د سېلاب له امله د نړېدلي یوه کور پاتې شونې.
 

په دغه انځور کې لیدل کېږي چې په خوښۍ کې سېلابونو ځينې کورونه نړولي دي.
 

د لوګر په خوښۍ کې سېلابونو د خلکو کرنیزو ځمکو او باغونو ته هم زیانونه اړولي دي.

په خوښۍ کې د سېلابونو له امله د خلکو نړېدلي کورونه.
 

د لوګر د خوښۍ یو اوسېدونکی د خپل نړېدلي کور ننداره کوي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له طالبانو او نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

د لوګر په خوښۍ کې سېلاب او پر خرابې لارې د خلکو تګ راتګ.

د لوګر په خوښۍ کې د سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور توکي لیدل کېږي.
 

د لوګر په خوښۍ کې د سېلاب له امله ویجاړ شوی کور.

د لوګر په خوښۍ کې سېلابونو له امله یوه باغ ته هم زیان اوښتی دی.

د لوګر د خوښۍ یو شمېر اوسېدونکي د سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور توکي راباسي.