قرطاسيه پلورونکي: د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو دوام مو کاروبار اغېزمن کړی

کابل کې د زرغونې عالي لېسه

يو شمېر قرطاسیه پلورونکي شکایت کوي، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې کار، روزګار خراب شوی دی.

دوی وايي، د تېر په پرتله یې عاید کم شوی او نږدې ده چې کار یې په ټپه ودرېږي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو نږدې یو کال تېرېږي او نن ۳۱۷مه ورځ ده، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي د دوی له خوا تړل شوي دي.

عبدالحمید کابل کې اوسېږي او نږدې لس کاله کېږي چې قرطاسیه پلورنځی لري، خو اوس له خپله کاره ناهیلی دی.

نوموړی وایي، له ده ډېره قرطاسیه نجونو زده کوونکو اخیسته او د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته یې، دوکانداري په ټپه ولاړه ده.

عبدالحمید ازادي راډیو ته وویل: "نږدې یو کال کېږي چې حکومت سقوط کړی، ښوونځي تړل شوي او زما پر کار روزګار یې ډېر اغېز کړی دی. زما ډېرې پېردونکې نجونې وې او هغوی به له ما خریداري کوله. دعا کوم چې ژر هر څه ښه شي او ښوونځي پرانيستل شي او ټولې نجونې درس ووايي."

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د بندېدو نږدې کال پوره کېږي.

دا حال یوازې کابل کې نه‌دی، بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې قرطاسیه پلورونکي همدا شکایت لري.

احسان زبیر په کندهار کې د خوراکي توکو لوی پلورنځی لري چې یوه لویه برخه یې قرطاسیه هم ده.

نوموړی ۸ کاله کېږي چې دا یې کار دی وايي، د قرطاسیې بازار اوس ډېر سوړ شوی دی.

دی وايي، له کومې ورځې چې ښوونځي تړل شوي،‌ د قرطاسیې خرڅلاو کم شوی او نږدې ده چې دا برخه بیخي وتړي.

نوموړی وايي: "پخوا چې به زموږ د ۱۰۰ افغانیو کاروبار کېده اوس په ۲۰ افغانۍ کېږي.‌ ۸۰ فیصده زموږ کاروبار په ټپه درېدلی دی. فروشات نه‌شته.‌ کېدای شي چي نور هم پسې بند شي او صفر ته ورسېږي.‌ یوازینی لامل یې د خلکو علاقه د مکتبو سره ده، په خاصه توګه د نجونو مکاتب دي."

ډېری قرطاسيې او کتابتونونو کاروبار له دې امله خراب شوی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه څه نه وايي، خو مخکې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته ویلي و، چې په دې اړه به پرېکړه د دوی مشرتابه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د زمري په پنځمه د کجکي بند د دوهم فاز په پرانیست غونډه کې وویل، د ټولو افغانانو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیستل یو جهاد دی، چې په خبره یې د دوی حکومت به ډېر ژر دا کار وکړي.

په دې اړه نور: د نجونو تړلي ښوونځي؛ عباس ستانکزی: ژر به ټول ښوونځي پرانیستل شي

مخکې هم یو شمېر طالب چارواکو له شيږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو خبره کړې خو لا تر اوسه عملي شوې نه ده.

دې موضوع په کور دننه او له افغانستان بهر پراخ غبرګونونه هم پارولي دي، خو داسې ښکاري، چې طالبان د دې غبرګونونو په وړاندې جدي نه دي.