په پاکستان کې د طالبانو سفارت: تېره ورځ یو افغان ځان تر موټر لاندې کړی

د تورخم بندر یوه څنډه

په پاکستان کې د طالبانو د سفارت مسوول سردار احمد شکیب مني چې پرون په تورخم کې یو افغان سپین ږیري چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې و، له دې امله چې پاکستاني عسکرو د را اوښتو اجازه نه‌ورکوله ځان تر موټر لاندې کړی دی.

ښاغلي شکېب پرون ناوخته په تورخم کې رسنیو ته وویل: "یو تن افغان چې د نورو سلګونو افغانانو په منځ کې ولاړو او غوښتل یې په تذکره واوړي، هغه له ډېره مایوسۍ او احتیاج څخه هغه ځان تر موټر لاندې کړی او په شهادت رسېدلی دی."

په پاکستان کې د طالبانو د سفارت مسوول دا هم مني، چې یو بل افغان ماشوم هم پرون تر موټر لاندې شوی او مړ شوی دی.

پرون په کابل کې د پاکستان سفارت او ګڼو طالب چارواکو دا خبره رد کړه او ویې ویل، پېښه کې مړ شوی یو پاکستان دی.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت په خپله ټویټرپاڼه د سرداراحمد شکیب وینا هم خپره کړې، چې په هغه په تورخم کې د افغانانو د بد وضعیت یادونه کوي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې هلته شته ستونزې حل کړي.

په تورخم او سپین بولدک کې له ډېر وخته د افغانانو د ځورونې او ورسره د پاکستاني عسکرو د بد چلند راپورونه خپرېږي، خو لا یې د دې کار مخه‌ نه ده نیول شوې.